د لاس رسي وړ اتصالات

نیوزیلنډ له پاکستان څخه د کرکټ ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ څلورمه سیالي هم وګټله


نیوزیلنډ د ډیرل مچل او ګلین فلپس د توپ وهنې د ملګرتیا په مټ پاکستان ته د شل اوریزو لوبو د لړۍ په څلورمه سیالۍ کې ماتې ورکړه.
نیوزیلنډ د ډیرل مچل او ګلین فلپس د توپ وهنې د ملګرتیا په مټ پاکستان ته د شل اوریزو لوبو د لړۍ په څلورمه سیالۍ کې ماتې ورکړه.

د توپ وهونکو ډیرل مچل او ګلین فلپس د ۱۳۹ منډو ملګرتیا لامل شوه چې نیوزیلنډ له پاکستان څخه د شل اوریزو لوبو د لړۍ څلورمه سیالي هم وګټي.

د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ کې د جمعې په ورځ جنوري ۱۹ (مرغومي ۲۹) پاکستان د پنځو لوبغاړو په وسوځېدو د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه. نیوزیلنډ دغه هدف د درې لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸ اورونو کې بشپړ کړ.

د پاکستان کپتان او توپ اچوونکي شاهین شاه افریدي د نیوزیلنډ پرانیستونکي توپ وهونکي وسوځول او په دریم اوور کې نیوزیلنډ د درې لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۲۰ منډې کړې وې.

خو مچل په ۴۴ توپونو ۷۲ منډې او فلپس په ۵۲ توپونو ۷۰ منډې وکړې او دواړه ترپایه و نه سوځېدل.

د پاکستان دپاره محمد رضوان ۹۰ منډې وکړې او ال راونډر محمد نواز د پاکستان یوازینی بل لوبغاړی و چې ۲۰ منډې یې جوړې کړې.

بابر اعظم، چې په لومړیو دریو لوبو کې یې نیمه سلیزې ووهلې، په اووم اوور کې په ۱۹ منډو وسوځېد.

ددغه لړۍ پنځمه او وروستۍ لوبه سبا کیږي، که نیوزیلنډ یې وګټي نو دغه سیریز به ۵-۰ په خپله ګټه پای ته ورسوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG