د نیویارک پولیسو د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۶ (لیندي ۶) وویل چې پدې ښار کې اوه کسان د کرسمس په ورځ وروسته له هغه ټپیان شول چې یو ټکسي موټر پر پیاده رو وخوت او هغوی ټپیان کړل.
پېښه د منهاټن په میډټاون کې د میسيز پلورنځي مخې ته شوې ده.
پولیسو ویلي چې ټکسي چلوونکي د روغتیايي ستونزې له امله پر موټر کنټرول له لاسه ورکړ او دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.
د میسیز پلورنځي، چې سينګار شوي کړکۍ یې په ځانګړې توګه د رخصتیو په شپو ورځو کې د سيلانيانو او د نيويارک د اوسېدونکو پام ځانته راجلبوي، د کرسمس او نوي کال په موسم کې يو له بوختو مرکزونو څخه دی.
د نیویارک د پولیسو په وینا، په ټپیانو کې د ۵۸ کلن ټکسي چلوونکي سربیره یو نهه کلن هلک، دوه ۴۹ کلنې ښځې او څلور نورې ښځې چې عمرونه یې ۱۹، ۳۷ او ۴۱ دي شامل دي.
سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې په دې پېښه کې یوه ټپي شوي مور او زوی له استرالیا څخه نیویارک ته د سیاحت لپاره راغلي وو.
پولیسو اعلان کړی چې د ټپیانو له ډلې څخه یوازې څلور ټپیان روغتون ته وړل شوي، او پاتې نور کسان چې سطحي ټپونه یې درلودل نه یې غوښتل چې طبي خدمات ترلاسه کړي.
فورم \ دبحث خونه