د لاس رسي وړ اتصالات

نوازشریف ته زندان کې د اوسیدو امکانات برابر ندي - شهباز شریف


د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف ورور، شهباز شریف چې اوس وخت د پاکستان د مسلم لیگ نون گوند مشر او د پنجاب د صوبې پخوانی وزیراعلی و، د پاکستان موقت صدراعظم ته خواست کړیدی چې د اډیاله د زندان بد وضعیت ته پاملرنه وکړي.

داسې رپورټونه خپاره شويدي چې نوازشریف او لور چې په کوم زندان کې پراته دي، په بد حالت کې دي.

د ډان ورځپاڼې په خپل رپورټ کې لیکلي چې شهباز شریف په دغه لیک کې وایي کله چې هغه د کورنۍ د نورو غړیو سره یوځای د خپل ورور نوازشریف لیدو ته لاړو نو زندان یې په ډیر خراب حال کې ولیدو، او دا یې د وروو صحت خطر پیښولې شي.

هغه لیکلي چې نوازشریف د شکرو او د زړه ناروغي لري او باید د هغه ډاکټر اجازه ولري چې هغه هره ورځ دوه ځله معائینه کوي. هغه زیاتوي چې په زندان کې دا ډول سلوک به د هغه صحت نور خراب کړي.

د نوازشریف زوی حسین شریف هم د خپل پلار سره په زندان کې د بد وضعیت په اړه ټویټ کړی و. هغه په خپل ټویټ کې د پاکستان په چارواکو تور لگولی و چې د اساسي ضرورت د شیانو نه ورکول د تشدد په معنی دی.

نواز شریف د ١٠ کلونو په سزا او لور مریم نواز یې د ٧ کلونو په سزا بندیان شویدي.

د یادونې وړ ده چې د نواز شریف لور مریم نواز شریف په زندان کې د لوړې کچې زندان ته د تگ نه انکار کړی و او ویلي یې و چې هغه به هم د عادي بندیانو پشان په عادي زندان کې د سزا وخت تیر کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG