د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په ټاکنو کې د اسلامپاله گوندونو په اړه اندیښنه


د پاکستان حکومت: د ټاکنو د امنیت د تامین لپاره به تر ٣٧٠ زره زیات پولیس وګماري.
د پاکستان حکومت: د ټاکنو د امنیت د تامین لپاره به تر ٣٧٠ زره زیات پولیس وګماري.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د دوک مریدان کوچنی کلی له ١٩٨٠ لسیزې څخه د لرې کړ شوي صدراعظم نواز شریف د مسلم لیگ گوند مرکز بلل کیدو.

خو سږکال د جنورۍ په میاشت کې په ضمني انتخاباتو کې دغه کلي یو نوي اسلامپاله گوند، تحریک لبیک پاکستان ته رایه ورکړه.

تحریک لبیک پاکستان د یو ملا له خوا رهبري کیږي چې په سپکو سپورو خبرو په کولو شهرت لري.

هغه تیرکال په نوامبر میاشت کې د پاکستان په سیاسي ډگر کې راڅرگند شو او د اسلام اباد لویې څلور لارې یې د یوې میاشتې لپاره بندې کړې.

ملاتړي یې فکر کوي چې تحریک لبیک پاکستان به د مذهبي عقایدو دفاع وکړي او شرعي نظام به رامنځ ته کړي.

څیړونکي ویره لري چې د دغه سخت دریځه گوند مفکوره به پاکستان نور هم د سخت دریځۍ خوا ته ورټیل وهي.

په پاکستان کې پخوا هم د مذهب په نوم زرگونه کسان وژل شوي. څیړونکي اندیښنه لري چې که دا گوند په ملي سطح سیاسي نفوذ پیدا کړ، لا ډېر به قوي شي.

په ورته وخت کې د نواز شریف د مسلم لیک په څیر گوندونه چې مشر یې صدراعظم نواز شریف له دندې لرې او بندي شو، په رایو او د رایو په نتیجو باندې د تحریک لبیک پاکستان د اغیزې په اړه اندیښنه لري.

XS
SM
MD
LG