د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په انتخاباتو کې په 'خلایي مخلوق' د مداخلې تورونه


د پاکستان په سیاست کې د انتخاباتو په اړه په بحثونو کې د انسانانو نه زیاتې خبرې د 'خلاېي مخلوق' په مداخلې کیږي.

په پاکستان راتلونکې اونۍ یعني د جولایي په ٢٥ عمومي انتخابات کیږي خو د انتخاباتو نه مخکې د ټگۍ برگۍ او مداخلې تورونه لگول پیل شویدي.

خلایي مخلوق څوک دي؟

د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شریف چې اوس بندي دی، د می د میاشتې په دوهمه نیټه د پنجاب د صادق اباد په سیمې کې یوې سیاسي غونډې ته د وینا په مهال د پاکستان پوځ ته د خلایي مخلوق لقب ورکړ. هغه وویل "زمونږ مقابله د تح‏ریک انصاف او یا د بل کوم سیاسي گوند سره نه، بلکه د خلایي مخلوق سره ده."

د هغې ورځې نه وروسته په پاکستان کې خلکو د پوځ او د استخباراتي اداری لپاره د خلایي مخلوق لقب استعمالول پیل کړل.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور دغه تور ته ځواب هم وویل او وې ویل چې "مونږ د خدای مخلوق یو، خلایي مخلوق نه یو."

په 'خلاېي مخلوق' په انتخاباتو کې د مداخلې تورونه

د پاکستان ځینو سیاستمدارانو او د چارو کارپوهانو په 'خلاېي مخلوق' د پاکستان په انتخاباتو کې د لاسوهنې تورونه لگولي دي.

د عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولي خان په پاکستان کې یو ټلویژون سره په مرکې کې وویل چې په دغه ملک کې د انتخاباتو نه مخکې ټگي برگي شروع شویده. د پاکستان پیپلز گوند مشر اصف زرداري بیا ویلي چې په انتخاباتو کې به "فرښتې" رایې اچوي.

د عوامي نیشنل گوند بشری گوهر په خپل ټویټر په 'خلایي مخلوق' په انتخاباتو کې د لاسوهنې تور لگوي. هغه لیکي

"خلایي مخلوق سختې ډیرې هڅې کوي چې انتخابات د زور، نفوذ، سانسور، اخطارونو د لاری په خپله گټه استعمال کړي. ولس به د پنډۍ ټول پلانونه د ناکامۍ سره مخ کړي او د هغوي کاندیدانو ته به رای نه ورنکړي"

د عوامي نیشنل گوند نه علاوه د پاکستان د مسلم لیگ گوند هغه گوند دی چې د پاکستان په 'خلاي مخلوق' تور لگوي چې غواړي عمران خان یې وگټي.

په ټویټر د مسلم لیگ گوند یو طرفداره ارقم ظهیر لیکي چې په پاکستان کې د مسلم لیگ گوند ضد د نه زغملو وړ اقدامات پیل شویدي. هغه وایي

"د مسلم لیگ گوند ضد چې کوم ډول اقدامات شروع شویدي، دا بیخې د زغملو وړ ندي او د بیان د ازادۍ خلاف دي. د خلایي مخلوق دا ډول اقدامات به د ٢٠١٨ کال په عمومي انتخاباتو ډیر سوالونه راپورته کړي."

د پاکستان د ٢٠١٣ کال په انتخاباتو کې هم د پاکستان په پوځ او استخباراتي ادارو دا ډول تورونه لگول شوې و، او ویل یې چې پوځ غواړي د خپلې خوښې کاندید عمران خان صدراعظم شي.

د پاکستان په انتخاباتو کې د پوځ د مداخلې په اړه نه یواځې په نړیوالو رسنیو کې رپورټوونه خپاره شویدي خو دننه په پاکستان کې د بشري حقونو کمیسیون هم پرې نیوکې کړیدي.

د پاکستان د تحریک انصاف گوند ویاند فواد چوهدري د جیو ټلویژون ته په یوې مرکې کې وویل چې مسلم لیگ او نور ټول گوندونه ختم شویدي او د خلایي مخلوق د ملاتړ تور پرې لدی کبله لگول کیږي چې هغوي ځان ته بهانه ولټوي.

د پاکستان په پوځ په اشارو کې ملنډې، ټوقې او نیوکې کول د پاکستان د سیاسي بحثونو برخه ده.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG