اذربایجان او ارمني نژادو ځواکونو یو بل د اروبند په ماتولو تورن کړي دي او روسیې چې دغه اوربند یې ممکن کړی له دواړو خواو غوښتي چې اوربند ته درناوی وکړي.
اروپایي ټولنې د اذربایجان پر ملاتړي هیواد ترکیې غږ کړی چې د دښمنیو د پای ته رسیدو لپاره جدي عمل وکړي. د ناګورنو قره باغ په تازه نښتو کې په سلګونو کسان وژل شوي دي.
له بلې خوا سره صلیب د ازربایجان او ارمنستان څخه غوښتي چې د مړو او بندبانو د تبادلې لپاره په ناګورنو قره باغ کې اوربند ټینګ وساتي.
د سره صلیب د اروپآ-اسیا د برخې رئیس مارتین شویپ په ژنیو کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې «تر دې دمه د دواړو اړخونو سره په پرله پسې توګه په مذاکره کې یو، خو کومه سمه موافقه نده ترلاسه شوی چې مونږ (د مړو او بندیانو) د تبادلې چارې پیل کړو.»
د ناګورنو قره باغ په جګړه کې پداسې حال کې د سیمه ییزو ځواکونو د ښکیل کیدو خطر موجود دی چې ماسکو د ارمنستان سره دفاعي تړون لري او انقره بیا د خپل ترک نژاده اذربایجان شا ته ولاړه ده.
د ناګورنو قره باغ د سیمې د کړکیچ تاریخ
په اتیایمه لسیزه کې دغه سیمه د پخواني شوروي اتحاد د اذربایجان جمهوریت د سرحد په اوږدو کې پرته وه، خو هغه وخت ټول تصمیمونه مسکو کې نیول کیدل.
کله چې شوروي اتحاد په ړنګیدو شو، څرګنده شوه چې ناګورنو قره باغ به د اذري حکومت د مستقیم کنترول لاندې شي. ارمني نژادو دا ونه منله.
په نتیجه کې فرقه یي کړکیچ رامنځ ته شو او ۱۹۹۱ کې د اذربایجان او د ناګورنو قره باغ د ارمني نژادو ترمنځ کړکیچ چې ارمنستان یې ملاتړ کاوه په جګړه واوښت. په زرګونو کسان ووژل شول او په سلګونو زره بیځایه شول.
په هماغه کال کې د ناګورنو قره باغ مقاماتو خپله ازادي اعلان کړه، خو په پراخه توګه په نړیواله کچه ونه پیژندل شول او د ارمني نژادو دغه اداره د اذربایجان د حکومت تر محاصرې لاندې راغله.
په ۱۹۹۴ کې کله چې د نړیوالې ټولنې په مرسته په اوربند موافقه وشوه ارمني نژادو د څو اذري ولسوالیو په ګډون د ناګورنو قره باغ تقریبا ټوله سیمه کنترولوله. دغه اذري سیمې د ناګورنو قره باغ لپاره د منځګړې سیمې او د ارمنستان سره د اتصال د پله حیثت لري.
اذربایجان ګواښ کړی چې بیرته دغه سیمې کنترول کړي او وایي که اړ شي د پوځي ځواک نه به کار واخلي.
د څو کالو راهیسې د یو سوله ییز حل لپاره د فرانسې، د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې په ګډون نړیوالې هڅې تر دې دمه ناکامې شوي دي.