د لاس رسي وړ اتصالات

په جوماتونو کې د ښځو ځورول- ریښتیا که دروغ؟


"زه پنځلس کلنه وم، د خپل مور پلار سره مې حج کاوه، د کعبې د طواف په دوران کې یو سړي راته لاس راوړه" دا خبرې موناالطهاوي په واشنگټن پوسټ کې د حج په مهال د جنسي ځورونو په اړه په خپلې یوې مقالې کې لیکلي دي.

مونا الطهاوي چې د مصر سره تعلق لري، د ښځو د حقونو فعاله او لیکواله ده، وایي د هغې نه وروسته چې د یوې پاکستاني جینۍ سبیکا خان په فیس بک یې یوه لیکنه ولوسته چې هغې پکې د حج په مهال د جنسي ځورنې خپله تجربه شریکه کړي وه، دې هم د هغې په ملاتړ په ټویټر خپله کیسه شریکه کړه او داسې یې په جوماتونو کې د ځورونو په هکله یو هیش ټپگ #MosqueMeToo شروع کړ.

د مونا الطواهي دغه ټویټ په زرگونو کسانو شریک کړ او په لسگونو مسلمانانو ښځو په جوماتونو کې، د حج او عمرې په دوران د جنسي ځورونو په اړه لیکل شروع کړل.

مونا په خپل ټویټر ولیکل چې هغه مسلمانې ښځې چې د جنسي ځورونو په اړه غږ پورته کولی شي، باید وې کړي.

"هغه ښځې چې په مقدسو ځایونو کې د خپل ځورول کیدو په اړه خبرې کولې شي، باید اوس یې د خپلو نورو مسلمانانو خویاندو لپاره وکړي. زه هم ډیر کلونه وروسته د دې جوگه شوم چې په پنځلس کلنۍ کې په جنسي توگه د ځورول کیدو په اړه خپله تجربه شریکه کړم."

د این پي آر سره کارکونکي ملکه غریب لیکلي

"د ډیرو ښځو لپاره مکې ته سفر د هغوي د ژوند مقدس وختونه دي خو د هغو ښځو لپاره چې په جنسی توگه ځورول شوي وي د هغوي لپاره دا ډیرې بدې خاطرې وي."

یوې خوا ته په سلگونو تنو د مونا د هیش ټیگ په پلوۍ ټویټونه وکړل او ډیرو میرمنو خپلې تجربې شریکې کړی نو بلې خوا گڼ شمیر کسانو په هغې سخت انتقادونه کړي او وایي چې دا ډول خبرې په نړۍ کې د مسلمانانو د بدنامۍ سبب کیږي.

ډیرو کسانو بیا په جوماتونو او حتی د حج او عمرې په وخت په خانه کعبې کې د دا ډول پیښو په اړه سخته حیرانتیا هم څرگنده کړیده.

د مونا الطهاوي څرگندونو د ډیرو خلکو پام دغې مسلې ته اړولې دی او د هغې په وینا د نړۍ په مختلفو ملکونو چې پکې پاکستان، اندونیزیا او هند شامل دي، په دغه مسله پکې بحثونه پاریدلي دي.

د یادونې وړ ده چې په امریکا او اروپا کې تیر یو کال راهېسې ښځو د ځورونو او په خاصه توگه د جنسي ځورنو په ضد په ټولنیزو رسنیو مبارزې ته د هغې نه وروسته زور ورکړ چې د هالي ووډ په یو مشهور فلم جوړونکي هاروي واینسټین د جنسي ځورونو تورونه ولگیدل. د جنسي ځورونو په ضد د ټویټر هیش ټیگ #METOO شروع شو چې تراوسه پورې پکې ښځې د جنسي ځورونو په ضد ټویټونه کوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG