د میلټن په نوم زورور طوفان پنجشنبې اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۹) د فلوریډا ایالت په شمالي او مرکزي برخو کې د سیلابونو لامل شوی، کورونه ویجاړ شوي، لږ تر لږه دوه کسان مړه دي او په درې میلیونو نورو باندې برېښنا پرې شوې ده.
دغه طوفان په ځايي وخت د چهارشنبې په ماښام د فلوریډا ایالت سواحلو ته داخل شو، ورسره تېز بادونه او تېز باران پیل شو او د اوبو سطحه هم لوړه شوه.
د فلوریډا لویدیځ ساحل ته د رسېدو پر وخت ددغه طوفان شدت د طوفانونو له یو څخه تر پنځو پورې د کټګوریو له مخې، دریمه کټګوري ښودل شوی چې په لومړیو ساعتونو کې یې د باد سرعت په ساعت کې ۲۰۵ کیلو میتر و.
د ټمپا، سینټ پیټررزبرګ، سراسوټا او فورټ مایرز په ساحلي ښارونو کې د سمندر د سطحې د پورته کېدو له کبله ځینې کورونو له اوبو لاندې شوي دي.
د متحدو ایالتونو د طوفان ملي مرکز وايي چې میلټن د فلوریډا په غربي ساحل کې د سییستا کي ګڼ نفوسه سیمه هم ځپلې ده. د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې ادارې د لږ تر لږه ۱۲۵ کورونو د ویجاړېدو خبر ورکړی دی.
د مکسیکو له خلیج څخه د اتلانتیک د سمندر په لور د طوفان په مسیر کې چارواکو د سیلابونو راوتلو له کبله خلکو ته خبرداری ورکړی او دغه طوفان له لمر خاته څو ساعته وړاندې له ځمکې څخه د اتلانتیک سمندر ته داخل شوی دی.
تر طوفان مخکې د دغه ایالت والي ران ډي سانټیس په اوسېدونکو غږ کړی و چې چمتو واوسي. نوموړي د طوفان تر رسېدو مخکې وویل چې اوس ډېر ځنډ شوی او خطرناک دي چې خلک واېستل شي.
چارواکو له خلکو غوښتي دي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او د باندې ونه وځي، ځکه چې ناببره سیلابونه او د اوبو د سطحې لوړېدل خطرناک دي.
د فلورېډا د ټمپا او سراسوټا هوايي ډګرونه بند شوي دي. تلویزوني شبکو د فلوریډا په مرکز او جنوب کې د بوړبوکیو د پيل کېدو خبرونه هم ورکړي دي.
ساینسپوهان وایي چې د ځمکې تودوخه د طوفانونو د زیاتوالي لامل کېږي او د اقیانوسونو ګرمې سیمې تودوخه خوشي کوي او دا کار طوفانونو ته نور ځواک هم بخښي او ورسره یې سرعت هم زیاتېږي.
څو ورځې مخکې هم یو بل زورو طوفان د فلوریډا ایالت وځپه او شاوخوا ۱۰۰ تنه یې مړه کړل.
تېره ورځ ولسمشر جو بایډن د امریکا جنوبي سواحلو ته د دغه طوفان د رارسېدو له کبله جرمني او انګولا ته خپل پلان شوي سفرونه لغوه کړل. سپينې ماڼۍ ویاندې کارین ژان-پيير وویل چې د طوفان «لوري او قوت» ته په کتو د ولسمشر په پلان کې تغیر راوستل ضرور وو.
فورم \ دبحث خونه