د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د ایران څلور پولیس وژلي- دولتي تلویزون


د ایران دولتي تلویزون راپور ورکړی دی چې اورپکو نن یکشنبه جولاۍ ۲۳ (زمري لومړی) د دغه هېواد په سویل ختیځ کې د لویې لارې څلور پولیس وژلي دي.

د تلویزیون د راپور په اساس، دغه پولیس افسران د سیستان او بلوچستان د نا امنه ایالت د خاش او تفتان په سیمه کې په عادي ګزمې بوخت وو، چې «ترهګرو پرې برید» وکړ. ایران بیلتون پال «ترهګر» بولي.

د پېښې سیمه له مرکز تهران څخه ۱۲۰۰ کیلو میتر لېرې ده.

د سیستان او بلوچستان په ایالت کې د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو او د ایران د امنیتي ځواکونو ترمنځ وخت ناوخت نښتې کېږي. همدغه راز د سوني بیلتون غوښتونکو ډله «جیش العدل»، چې له القاعدې سره تړاو لري، هم د ایران په امنیتي ځواکونو وخت ناوخت بریدونه کوي.

د سیستان او بلوچستان ایالت اروپا، د خلیج او نورو عربو هېوادونو ته د افغانستان او پاکستان څخه د انساني قاچاق کوونکو او نشه يي توکو د قاچاق کوونکو یوه ترازیتي لار بلل کېږي.

شاوخوا دوې اوونۍ مخکې ایراني پولیسو وویل چې د زاهدان په ښار کې وسله والو په پولیسو برید کړی، څلور بریدګر او دوه پولیس وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG