د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبان: اسلام آباد په خپلو ژمنو عمل ونکړ، اوربند نه غځوو


د پاکستاني طالبانو تحریک د ډسمبر نهمه (لیندۍ ۱۸) د هغه هیواد له حکومت سره د ۳۰ ورځني اوربند تمدید رد کړ او تور یې پوري کړ چې اسلام آباد په خپلو ټولو ژمنو عمل ندی کړی.

د پاکستاني طالبانو تحریک د یو میاشتني اروبند له پای ته رسیدو څو ساعته مخکې چې د نومبر په نهمه لاسلیک شوی وو، دا پریکړه اعلان کړه.

د دواړو لورو ترمنځ د شوي تفاهم پر اساس، ټاکل شوې وه دا ۳۰ ورځنی اوربند د افغان طالبانو په منځګړیتوب د راتلونکو مذاکراتو زمینه مساعه کړي او دواړو لورو توافق کړی وو چې په مستیقمو مذاکراتو کې د پرمختګ په صورت کې به اوربند تمدید کړي.

خو د یادې ډلې یوه ویاند محمد خراساني د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د پاکستان حکومت د مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره خپل مذاکراتي ټیم ونه لیږه او نه یې هم د ۱۰۲ بندیانو د ازادیدو په اړه خپل تعهد عملي کړ.

نوموړي وویل چې د پاکستان د دولت تاسیساتو د اوربند سره سره، د یادې ډلې د غړو په وړاندې عملیات ترسره کړي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه ددې تورونو په اړه غبرګون ندی ښودلي. پاکستاني چارواکو ابتدایي غونډو ته په اشارې سره ویلي دي دا خبري په دې هدف وشوې څو ولیدل شي تندلارې د یاد هیواد اساسي قانون ته د "تسلیمیدو" او پر ځمکه د خپلو وسلو ایښودلو ته لیوالتیا لري که نه.‌

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د تیرې میلادي‌ میاشتې په پای کې وویل چې د ۳۰ ورځني اوربند هدف دا وو چې ولیدل شي آیا پاکستاني‌ طالبان د هغو شرایطو پر اساس د سولې له بهیر سره د یوځای کیدو لیوالتیا لري چې د پاکستان حکومت ایښي که نه.

نوموړي زیاته کړه:"سور خط ډیر روښانه دی، هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې د پاکستان اساسي قانون وننګوي، خپل حکومتي سیستم یا قوانین نافذ کړي او بیرته له تاوتریخوالو ډک فعالیتونه پیل کړي."

د پاکستاني‌ طالبانو تحریک د تیرو کلونو په جریان کې په هغه هیواد کې د ځانمرګو او نورو تروریستي بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی، هغه بریدونه چې د امنیتي ځواکونو په ګډون په لس ګونه زره پاکستانیان پکې وژل شوي‌ دي.

د پاکستاني طالبانو ډله د امریکا متحده ایالتونو او ملګرو ملتونو سازمان له خوا د نړیوال ترهګریزې ډلې په توګه پيژندل شوېده.

په تیرو څو پرله پسې کلونو کې د پاکستاني‌ طالبانو پر ضد د هغه هیواد د حکومت نظامي عملیات ددې لامل شول چې د یادې ډلې بریدونه کم شي، خو د یادې ډلې تندلارو په ۲۰۲۱ میلادي کال کې یوځل بیا په پاکستان کې خپل بریدونه پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG