د لاس رسي وړ اتصالات

مایک پنس که پاکستان د ترهگرو له ملاتړ نه لاس وانخلي ډیر څه به له لاسه ورکړي


مایک پنس د بگرام په هوایي اډه کې امریکا سرتیرو ته د وینا پر مهال
مایک پنس د بگرام په هوایي اډه کې امریکا سرتیرو ته د وینا پر مهال

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس، د پنجشنبې په ورځ ناوخته د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ په یو نه اعلان شوي سفر افغانستان ته ولاړ.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس دمخه تر دې چې د افغانستان له مشرانو سره خبرې وکړي، د بگرام په هوایي ډگر کې یې امریکایي سرتیرو ته وینا وکړه.

ښاغلي پنس د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسلام آباد په سیاستونو باندې سخته نیوکه وکړه او وویل چې "پاکستان له اوږدې مودې راهیسې طالبانو او زیاتو ترهگرو سازمانونو ته امن پناه ځایونه ورکړي وو. خو هغه ورځې پای ته رسیدلي. جمهور رئیس ټرمپ پاکستان ته په ډاگه کړې او زه هم وایم چې پاکستان د امریکا سره په ملگرتیا ډیر څه ترلاسه کوي او که پاکستان جنایتکارو او ترهگرو ته همداسې پناه ورکول جاري وساتي ډیر څه به له لاسه ورکړي".

د ښاغلي پنس له څرگندونو وروسته پاکستان سمدستي په جدي توگه د هغه خبرې رد کړې او د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې "متحدین یو بل ته خبرداری نه ورکوي".

له بلې خوا د پنجشنبې په ورځ په ملگرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې ملیحه لودي د افغانستان په اړه د امنیت د شورا په غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو او د متحدینو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د شخړې د حل لپاره یواځې په پوځي تاقت باندې تکیه ونکړي. هغې زیاته کړه چې دا ډول پالیسۍ په تیرو ١٦ کلونو کې سوله رامنځ ته نکړه.

ښاغلي پنس وروسته بیا په هلیکوپتر کې له بگرام نه کابل ته لاړ او په ارگ کې یې د افغان مشرانو سره وکتل.

جمهور رئیس غني د امریکا د جمهور رئیس مرستیال ته د ښه راغلاست پر مهال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د تروریزم ضد ګډې مبارزې په برخه کې د امریکایي د سرتېرو د قربانیو ستاینه وکړه او د افغانستان حکومت او خلکو سره یې د دغه هیواد د دوامداره مرستې او همکاریو مننه وکړه.

ښاغلي غني وویل د افغانستان او امریکا د متحده ایالاتو اړیکې د دواړو هېوادونو پر ګډو او ستراتیژیکو ګټو ولاړې دي او تر پخوا زیاتې پیاوړې کېږي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې مهم فرصت دی.

ښاغلي پنس په دې غونډه کې وویل چې د امریکا متحده ایالات تل د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ وو او دا ملاتړ به په بېلابېلو برخو کې ادامه او پراختیا ومومي.

د افغان مشرانو سره له کتنې وروسته ښاغلي پنس، هغو خبریالانو ته چې په دې سفر کې ورسره ملګري دي وویل "مونږ په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې رښتینی پرمختګ وینو".

ښاغلي پنس وویل "له افغانستان څخه په ګړندي ډول د ځواکونو د وتلو شپږ کاله وروسته د طالبانو، القاعدې او حقاني شبکو کې زمونږ دښمنانان یوازې دې ته په تمه وو او په پلان بوخت وو، چې مونږ ووځو".

ښاغلي پنس وویل، هیله یې داده چې جګړه د دښمن مرکزونو ته وغځوي ترڅو هغوی ستړي او له جګړې لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG