د لاس رسي وړ اتصالات

ارجنټاین د کورشیا په ماتولو د نړیوال جام فاینل ته لار پیدا کړه


د ارجنټاین د فوټبال ملي ټیم وکړای شول چې د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲) په یوې په زړه پورې لوبه کې د کورشیا لوبډلې ته درې د صفر په وړاندې ماته ورکړي‌ او د قطر د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام فاینل ته لار پیدا کړي.

په دې لوبه کې د نړۍ مشهور لوبغاړی لیونل میسي ډیر ښه وځلید او خپلې لوبدلې ته یې د یو ګول د وهلو تر څنګ ډیر ښه چانسونه رامنځ ته کړل.

د ارجنټاین د برید د کرښې بل لوبغاړي جولیان الویریز د خپلې لوبدلي دوه نور ګولونه ووهل او په دې ډول یې فاینل ته د کورشیا د لوبډلي هیلې له منځه یوړې.

دغه لوبه چې د قطر په لوسایل لوبغالي کې ترسره شوه اکثریت ننداره چیانو د ارجنټاین د لوبدلې پلوي کوله.

ارجنټاین به په فاینل لوبه کې له فرانسې او یا هم مراکش سره چې د چهار شنبې په ورځ لوبه کوي مخ شي.

۳۵ کلن میسي چې د ۲۰۱۴ کال د نړیوال جام په فاینل لوبه کې له جرمني څخه ماته خوړلې دا ځل د نړیوال جام د ګټلو او ارجنټاین ته د دریم نړیوال جام د ترلاسه کولو هیلې لري. ارجنټاین تر دې مخکې په ۱۹۷۸ او ۱۹۸۶ کلونو کې نړیوالې اتلولۍ ګټلي دي.

کورشیا چې څلور کاله مخکې د روسیې د نړیوال جام پر مهال دویم مقام ترلاسه کړی وو، په دې لوبه کې د دفاع په برخه کې یو شمیر تیروتنې ددې لامل شوې چې یاد ټیم له ماتې سره مخ شي.

ټاکل شوېده د قطر د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام پای لوبه یا فاينل د ډسمبر په ۱۸ د یکشنبې په ورځ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG