د لاس رسي وړ اتصالات

مراکش په نړیوال جام کې پرتګال ته ماته ورکړه


په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام د یو پر اتم پړاو سیالیو په دوام مراکش یو صفر پرتګال ته ماته ورکړه.

په دې لوبه کې د مراکش لپاره ګول یوسف نصیري د لوبې په ۴۲ دقیقه کې وواهه او دا نتیجه تر پایه پاتې شوه.

مراکش په دې بریا سره د افریقا وچې لومړی ټیم شو چې د نړیوال جام سیمې فاینل ته لار پيدا کوي. تر دې وړاندې هیڅ افریقایي ټیم دې مرحلې ته لار نه وه پیدا کړې.

نړیوال جام سره د کریستیانو رونالدو مخه ښه

د پرتګال د لوبډلي مشهور ستوری کریستیانو رونالدو که څه هم د لوبې د پیل په یوولسو لوبغاړو کې نه وو خو د ګول له خوړولو وروسته لوبې ته راوستل شو اما نوموړی په دې ونه توانید چې خپلې لوبډلې ته ګول ووهي.

رونالدو تر ماتې وروسته له اوښکو څخه په ډکو سترګو له میدان څخه ووت.

د مراکش د لوبډلې ۳۱ کلن ګول ساتونکی یاسین بونو ډیر ښه وځلید او په یو قسمت کې یې د رونالدو داسې یو توب چې مخامخ ورسره مخ شوی وو، ونیو.

که څه هم په تیرو دوو لسیزو کې به کریستیانو رونالدو تل د نړۍ د لویو ګول وهونکو په دله کې وو خو دا ځل نوموړی په داسې حال کې له نړیوال جام څخه ولاړ چې ښایي بیا د سن له وجې د پرتګال لپاره ونه لوبیږي.

که څه هم دا تر اوسه معلومه نده چې رونالدو به له دې وروسته د کوم ټیم لپاره لوبه کوي خو په نړیوال جام کې یې کتاب وتړل شو.

د همدې پړاو بله لوبه نن شنبه د انګلستان او فرانسې ترمنځ ده چې ګټونکی لوبدله به په بل پړاو کې له مراکش سره مخ کیږي.

XS
SM
MD
LG