د لاس رسي وړ اتصالات

کروشیا د نړیوال جام ریکارډ لرونکي برازیل ته ماتې ورکړه


د کروشیا ټیم خپل بری نمانځي
د کروشیا ټیم خپل بری نمانځي

د فوټبال د نړیوال جام په کوارټر فاینل سیالۍ کې کروشیا برازیل ته په پنالتي شوتونو کې ماتې ورکړه.

د قطر د ۲۰۲۲ د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په کوارټر فاینل لوبې کې چې نن د جمعې په ورځ د ډسمبر په نهمه (لیندۍ ۱۸) د برازیل او کروشیا ترمنځ وشوه، د کروشیا ګولکیپر د دوو پنالتي په نیولو سره وتوانید چې د برازیل ملي ټیم د لوبو څخه حذف کړي.

ددې لوبې په ۹۰ دقیقو کې هیڅ ټیم ونشو کړای چې ګول ووهي، لوبه د مقرراتو سره سم ۳۰ دقیقې وغزول شوه چې په لومړیو ۱۵ دقیقو کې د برازیل نامتو لوبغاړي نیمار په خاص مهارت د کروشیا دفاع ماته کړه او ګول یې وواهه.

د لوبې په دوهمو ۱۵ دقیقو اضافي وخت په وروستیو شیبو کې د کروشیا مهاجم پیت کوویچ د برازیل د ټینګې دفاع سره سره برازیل ته ګول ورکړ او لوبه یو یو مساوي شوه.

خبره د پنځو پنځو پنالتي ګولونو وهلو ته ورسیده په کومو ګولونو کې چې کروشیا ملي ټیم په ۲۰۱۸ کې د مسکو د فوټبال په نړیوال جام کې هم سیمې فاینل ته لاره موندلې وه.

په پنالتي شوتونو کې د پچې په اساس وار لومړی د کروشیا ټیم ته ورکړل شو او کروشیایي لوبغاړي ګول وواهه.

د کروشیا ګولکیپر بیا د برازیل د مهاجم شوت ونیو او په همدې توګه یې وکړای شول چې د یو بل برازیلي مهاجم شوت هم ونیسي. د کروشیا څلورو لوبغاړو خپل مکلفیت ادا او ګولونه یې ووهل. خو پنځم پنالتي شوت ته پدې خاطر حاجت پیدا شو چې د برازیل د مهاجم شوت د ګول په ستنه ولکید او اوټ شو.

پدې توګه کروشیا څلور د دوو په مقابل کې برازیل ته ماتې ورکړه.

برازیل د نړیوال جام د ګټلو ریکارډ لري او تر اوسه یې پنځه جامونه ګټلي دي. د برازیل نه وروسته جرمني دي چې څلور جامونه یې ګټلي او د ۲۰۲۲ جام په ګروپي پړاو کې سره له دې چې کروشیا ته یې ماتې ورکړې وه او د اسپانیا سره مساوي شوی و، جاپان ته د لوبې د بایللو په نتیجه کې د جام څخه حذف شو.

د نړیوال جام ددې پړاو بله لوبه د هالنډ او ارجنټاین ترمنځ ده.

XS
SM
MD
LG