د لاس رسي وړ اتصالات

د فوټبال نړیوال جام د نیمه پای لوبې لوبډلې معلومې شوې


په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په وروستي کوارټر فاینل کې شنبه ډسمبر ۱۰ (لیندۍ۱۸) فرانسې د انګلستان لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړه او پدې سره یې د دې جام نیمه پای لوبې ته لار ومونده.

د فرانسې لپاره لومړی ګول تکومیني د لوبې په ۱۷ مې دقیقې کې وواهه خو د لوبې په ۵۲ مې دقیقې کې د انګلستان لوبډلې ته د پنالټي فرصت په لاس ورغی او د لوبډلې کپتان هري کین په آسانۍ سره وکړی شو چې لوبه برابره کړي.

سره لدې چې دواړو لوبډلو ته د لومړنیو ګولونو څخه وروسته د ګول وهلو څو فرصته په لاس ورغلل خو یو یې هم بریالی نشو او بالاخره د فرانسې لپاره د لوبې په ۷۲مه دقیقه کې ۹ نمبر لوبغاړي الویر ګرود دویم ګول وواهه.

د فرانسې د لومړي ګول وهلو په څیر د دویم ګول څخه وروسته یو ځل بیا د لوبې په ۸۱مه دقیقه کې انګلستان ته د پنالټي فرصت په لاس ورغی او دا یې ورته لا ډیره آسانه کړه چې لوبه برابره کړي خو دا ځل د لوبډلې د کپتان هري کین څخه توپ د ګول د دروزاې د سره ولاړ.

د فرانسې او انګلستان تر منځ لوبه د روان نړیوال جام د کوارټر فاینل وروستۍ لوبه وه.

ارجنټاین، کروشیا، مراکش او فرانسه هغه لوبډلې دي چې نیمه پای لوبې ته یې لار پیدا کړې.

مراکش د افریقا لومړنی هیواد شو چې د فوټبال د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته لار مومي.

ټاکل شوې لومړنی نیمه پای لوبه سه شنبه د ډسمبر په ۱۳مه د کروشیا او ارجنټاین او دویمه یې یوه ورځ وروسته د فرانسې او مراکش تر منځ وشي.

XS
SM
MD
LG