د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په خيبر ولسوالۍ کې د ډسمبر پر ۲۴ (مرغومی ۴) د پښتون قامي جرګې د مخکښ او قومي مشر ملک نصير احمد کوکيخېل او دوو نورو مشرانو د نيولو پرضد ځايي قومي مشرانو احتجاج اعلان کړی دی.
د خيبر پښتونخوا پوليسو د سه شنبې په ورځ ملک نصير کوکيخېل، ملک عبدالظاهر او ملک سید اغا جان کوکيخېل د خيبر په جمرود کې ونيول او پېښور ته يې انتقال کړل.
د خيبر د پوليسو وياند ظهير اپرېدي رسنيو ته ويلي دي چې د دغو کسانو خلاف يوشمېر قضيې پرتې دي چې د دولت پرضد په وينا کولو هم تورن دي.
خو د جمرود سیاسي اتحاد مشر ملک واحد اپرېدي ویلي دي چې پوليسو دا مشران د قومي مسلو په اړه د مذاکراتو په پلمه د شاکس سيمې لېویز مرکز ته وربللي وو او له هغه ځايه يې نيولي دي.
وروسته سلګونه کسانو د جمرود بای پاس لاره بنده کړه او هلته يې د ملک نصير کوکيخېل او نورو مشرانو د راخوشې کولو لپاره احتجاج پيل کړ. احتجاجي غونډې ته د وينا پر مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مرکزي کمېټې غړي حسين اپرېدي وويل چې ترڅو نيول شوي مشران خوشې شوي نه وي، تر هغو پورې به خپل احتجاج ته دوام ورکوي.
د احتجاج مشرانو د سه شنبې په مازيګر د احتجاجي ناستې ګډونوالو ته ويناوې وکړې او زياته يې کړه چې د ډسمبر پر ۲۵ (مرغومی ۵) سهار ۱۰ بجې به د جمرود، باړې، لنډي کوتل او شاوخوا سيمو ولسونه جمرود بای پاس ته راځي او هغوی به هلته يو "نه ختمېدونکی" احتجاج پيلوي.
ويناوالو ادعا وکړه چې حکومت د هغو کسانوخلاف د ترهګرۍ قضيې دايروي چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي. هغوی زياته کړه چې نور به خاموشه نه پاتې کېږي او په هر صورت به احتجاج ته دوام ورکوي.
دغو مشرانو د خيبر پر پوليسو او انتظامي چارواکو غږ وکړ چې ژر تر ژره دې نيول شوي مشران خوشې کړي او که داسې يې و نه کړل نو د هغوی په وينا، د راتلونکي وضعيت مسوليت بيا د حکومت په غاړه دی.
پولیسو پر ملک نصیر کوکيخېل او د هغه پر ملګرو د روان کال د اکتوبر پر ۱۱ د خيبر په رېګي للمه کې د پي ټي اېم په بلنه د پښتون قامي جرګې د ملاتړ او له پولیسو سره د مقاومت په تور ځینې قضيې هم درج کړې دي.
پر دې سربېره، تر هغې جرګې څو ورځې وړاندې، حکومت د ملک نصیر کوکيخېل په ګډون د خيبر د ۱۰ کسانو نومونه تر بنديز لاندې کسانو په نوملړ کې شامل کړل.
ملک نصیر کوکیخېل يو له هغو کسانو څخه دی چې د اکتوبر ۱۱ پښتون قامي جرګې ته یې په رېګي للمه کې د خپل قام پر ځمکه ځای ورکړی وو. هغه د خيبر په تيرا کې د راجګل سيمې قومي مشر دی خو له تېرو څو لسيزو راهیسې په جمرود کې ژوند کوی.
ملک نصير کوکيخېل په دا وروستيو کې ویلي و چې په ۱۹۴۷ ميلادي کال کې د پاکستان له جوړېدو راهيسي يې پوځيانو څلور ځله کور ړنګ کړی دی.
فورم \ دبحث خونه