د لاس رسي وړ اتصالات

د قانون تعدیل؛ پوتین د ټول عمر لپاره ولسمشر کېدای شي؟ 


د ښاغلي پوتین اوسنۍ دوره په ۲۰۲۴ کې ختمیږي
د ښاغلي پوتین اوسنۍ دوره په ۲۰۲۴ کې ختمیږي

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، یو قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې کولی شي د ټول عمر لپاره جمهور رئیس شي.

د نویو تعدیلاتو په اساس د روسي جمهور رئیسان د جمهوري ریاست د دورې له پای ته رسیدو وروسته د عمر تر پایه د سنا غړي کېدای شي.

دغه نوی قانون چې نن دوشنبه اپریل پنځه (وري۱۶) توشیح شو، د روسیې د سیاسي تعدیلونو په لړ کې یو نوی بدلون دی چې ښاغلي پوتین يې د روان کال د پیل راهیسې پلي کول پیل کړي دي.

دا نوي‌ تغیرات ښاغلي پوتین ته اجازه ورکوي که وغواړي کولای شي د دوو نورو شپږ کلنو لپاره د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې کډون وکړي او جمهور رئیس شي. د ښاغلي پوتین د جمهوري ریاست اوسنۍ دوره په ۲۰۲۴ کې پای ته رسیږي.

نوي تعدیلات تر ډیره ښاغلي پوتین ته متوجه دي چې د جمهوري ریاست د اوسنۍ دورې د پای ته رسیدو وروسته د هغه د سیاسي فعالیت دوام ته زمینه برابره کړي.

نوی قانون همداشان د روسیې واکمن جمهور رئیس ته اجازه ورکوي چې د سنا ۳۰ غړي په انتصابي توګه وټاکي او د جمهوري ریاست د دورې په پای کې په خپله سناتور شي.

ټاکل شوی چې ښاغلی پوتین به یو بل نوی قانون هم ژر توشیح کړي‌چې له مخې به یې د روسیې پخواني جمهور رئیسان په خپلې واکمنۍ او ژوند کې د کړو سرغړونو له کبلهد عدلي او قضایي تعقیب څخه معاف شي.

نویو تعدیلاتو د حکومت منتقدین غوصه کړي او وايي‌چې نوی قانون ښاغلی پوتین ته زمنه برابروي چې «ټول عمر ولسمشر»‌ وي.

XS
SM
MD
LG