د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل کې د صدراعظم بنیامین نیتن یاهو پر ضد تر ټولو سترې مظاهرې


لسګونو زرو اسرائیلیانو یکشنبه مارچ ۳۱ ( کب ۱۲) په بیت المقدس کې د پارلمان مخې ته د حکومت ضد مظاهرو کې برخه واخیسته چې د اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د حماس – اسرائیل جګړه پیل شوې، د نیتن یاهو حکومت پر ضد تر ټولو ستره مظاهره وه.

مظاهره چیانو د حکومت څخه غوښتل چې د حماس ډلې سره اوربند کیدو باندې موافقه وکړي چې له مخې به یې لسګونه برمته شوي کسان خوشې شي. د حکومت ضد مظاهره چیانو همدارنګه په هیواد کې له ټاکلې نیټې وړاندې د انتخاباتو غوښتنه کوله.

سره لدې چې د حماس ډلې لخوا په اسرائیل د اکټوبر اوومې بریدونو څخه وروسته چې شاوخوا ۱۲ سوه تنه پکې ووژل شول، د دې هیواد ټول وګړي تر ډیره حده یو موټی و، خو تر شپږو میاشتو وروسته د خلکو تر منځ درځونه پداسې حال کې پیدا شوي چې ډیر شمیر یې د جګړې پلوي کوي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتن یاهو ژمنه کړې چې د حماس ډله به له منځه وړي، ټول برمته شوي کسان به کور ته ستنوي خو پداسې حال کې چې د حماس ډلې پدې جګړې کې ډیر زیان لیدلی بیا هم داسې معلومیږي چې دا ډله لا هم فعاله ده او د اسرائیل پر ضد په غزې کې جګړه کوي.

د اسرائیل – حماس تر منځ په لومړني اوربند کې تقریباً نیمایي برمته شوي خوشې شول خو د متحده ایالاتو، مصر او قطر په منځګړتوب د بل اوربند لپاره پرله پسې هڅې ناکامې وي.

یو شمیر کورنۍ چې خپل خپلوان یې لا هم د حماس سره برمته دي او د یکشنبې ورځې په مظاهرو کې یې برخه اخیستې وه، وایي چې وخت مخ په خلاصیدو دی.

د اینوا موسیز په نامه یوه میرمن چې خسر یې د حماس ډلې سره بندي دی، د مظاهرې پر مهال یې د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، " تر شپږو میاشتو وروسته، داسې ښکاري چې حکومت درک کړیده چې بي بي نیتن یاهو یو خنډ دی. داسې ده لکه هغوي چې نه غواړي (برمته شوي کسان) بیرته راولي او دا چې هغوي پدې ماموریت کې ناکام شوي".

مظاهره چیانو د اسرائیل د پارلمان ودانۍ شاوخوا کوڅې بندې کړي او تنظیم کوونکو ویلي چې دا مظاهرې به د څو ورځو لپاره روانې وي.

مظاهره چیانو ویلی چې له وخت وړاندې انتخابات دې وشي. په طل ابیب کې هم زرګونو کسانو د حکومت ضد مظاهرې کړي.

پخپله نیتن یاهو بیا د یکشنبې په ورځ ناوخته وړاندې تر دې چې د جراحۍ عملیات یې وشي، په ملي تلویزیون کې د وینا پر مهال وویل چې د ملت درد درکوي خو زیاته یې کړه چې د وخت وړاندې انتخابات به اسرائیل د شپږو او اتو نورو میاشتو لپاره له پښو وغورځوي او د برمته شویو کسانو خوشې کیدو خبرې به هم فلجې کړي.

مبصرین چې د اسرائیل حکومت په هکله معلومات لري، وایي که چیرته په نویو انتخاباتو کې نیتن یاهو له واکه لیرې هم شي، تر ټولو مهم سیال یې بیني ګانتز دی چې د جګړې د کابینې غړی دی او ډیر احتمال شته چې د نیتن یاهو پالیسۍ به پر مخ یوسي.

د متحده ایالاتو، لویدیځو هیوادونو او ملګرو ملتونو په ګډون د ګڼ شمیر هیوادنو د غوښتنو بر عکس، د اسرائیل صدراعظم پخپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پوځ به یې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي تعرضي عملیات وکړي چې څه باندې یو ملیون فلسطینیانو پکې د جګړو څخه بچ کیدو په خاطر پنا اخیستې.

نیتن یاهو زیاته کړه چې د متحده ایالاتو فشار به یې مخه ونه نیسي. هغه وویل، "د اسرائیل پوځ وایي چې د حماس کنډکونه هلته پاتې دي. رفح ته د تګ پرته هیڅ بری نشته".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG