د لاس رسي وړ اتصالات

پاپ فرانسس د مسیحي اختر په ورځ په غزه کې د اوربند غږ وکړ


 د واتیکان ښار په سینټ پیټرز چوک کې شاوخوا ۶۰ زره کسان د پاپ لیدلو او وینا ته راټول شوي وو
د واتیکان ښار په سینټ پیټرز چوک کې شاوخوا ۶۰ زره کسان د پاپ لیدلو او وینا ته راټول شوي وو

د نړۍ د کاتولیک مسیحانو مذهبي مشر پاپ فرانسس، نن د یکشنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري ۱۲) د عیسوي مذهبو د ایستر (پاک اختر) د خورا مهمې مذهبي ورځې د لمانځلو په مراسمو کې په غزه کې د سمسدستي اوربند او د ټولو اسرائیلي یرغمولو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

پاپ د واتیکان ښار په سینټ پیټرز چوک کې چې د پیټرز باسیلیکا ماڼۍ له کړکۍ څخه چې پر ګلانو پوښل شوی وه، "ښار او نړۍ ته" د خیر او برکت دعائیه پیغام وړاندې کړ. په سینټ پیټرز چوک کې د هغه وینا ته د واتیکان د مقاماتو په وینا شاوخوا ۶۰ زره کسان راټول شوي وو.

۸۷ کلن پاپ فرانسس چې په دې وروستیو اونیو کې یې روغتیایي حالت ښه نه و، مجبور شو چې په څو وروستیو مراسمو کې خپلې عامه ویناوې محدودې کړي او یو شمیر لیدنې کتنې لغوه کړي. خو هغه بیا هم نن د یکشنبې په ورځ د ایستر یا پاک اختر د مراسمو مشري وکړه. د ایستر یا پاک اختر پدې خاطر نمانځل کیږي چې عیسویان پدې باور دي چې ''حضرت عیسی پدې ورځ بیرته راژوندی شوی دی. ''

پاپ فرانسس په پرله پسې ډول د غزې په جګړه کې په مړینو او ویجاړیو خواشینی څرګنده کړی او نن د یکشنبې په ورځ یې د اوربند غوښتنه وکړه: "زه یو ځل بیا غوښتنه کوم چې غزې ته بشردوستانه مرستو ته لاسرسی دې ډاډمن شي او یو ځل بیا غږ کوم چې د تیر اکتوبر په اوومه نیول شوي یرغمل شوي کسان دې ژر تر ژره خوشې شي او په دې ټرانګه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوم."

پاپ وویل: "موږ د ماشومانو په سترګو کې څومره کړاوونه وینو، ماشومانو د جګړې په ډګرونو کې موسکا هېره کړې ده، ماشومان په سترګو کې له موږ څخه پوښتنه کوي: ولې؟ ولې دا ټول مرګ؟ ولې دا ټوله تباهي؟ ماتې، جګړه تل یو بې مانا څیز او یوه ماتې ده."

د پاپ د ایستر یا پاک اختر پیغام په دودیز ډول د نړۍ په چارو تمرکز کوي او هغه د اوکراین، سوریې، لبنان، ارمنستان او اذربایجان، هایتي، میانمار، سودان، ساحل او د افریقا د ښکر، کانګو او موزمبیق په ګډون د مهمو کړکیچنو سیمو یادونه وکړه.

هغه همداشان د انساني قاچاق غندنه وکړه او د هغو کسانو لپاره چې د تاوتریخوالي، لوږې او د اقلیم د بدلون اغیزې سره مخ دي دعا وکړه، او همدارنګه د "د ترهګرۍ د ټولو ډولونو قربانیانو ته یې" تسلیت ووایه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG