د لاس رسي وړ اتصالات

قرغیزستان د ښځو په حقونو او معارف سره ترهګري ماتوي


د قرغزستان وضیعت تر ټولو زیات د روسیې د اندیښنې وړ دی چې وایي د داعش جنگیالي د مهاجرو گارکرو په بڼه د مرکزي آسیا له لارې روسیې ته داخلیږي.
د قرغزستان وضیعت تر ټولو زیات د روسیې د اندیښنې وړ دی چې وایي د داعش جنگیالي د مهاجرو گارکرو په بڼه د مرکزي آسیا له لارې روسیې ته داخلیږي.

په قرغزستان کې د ځوانو او ښځینه جهادیانو په زیاتیدو سره د مرکزي آسیا ددې هیواد حکومت ښځو ته زده کړې کوي چې څنگه د سخت دریځۍ له سره مقابله وکړي او پرې ونه غولیږي.

د دیني علومو په برخه کې د قرغیزستان د دولتي کمیټې رئیس وایي په دې هیواد کې ښځې تر ډیره د افراطي مفکورو د مننې استعداد لري ځکه هغوی په دیني زده کړو کې له پامه غورځیدلي دي او همداشان زیاتې اقتصادي ستونزې یې رنځوي.

اروزبک مولدالیف زیاتوي چې د زده کړو دستگاو فعالو ښځو ته اسلامي زده کړې ورکول کیږي چې بیا هغوی خپلې زده کړې له نورو میرمنو سره شریکې کړي.

د کړکیچ د نړیوالې ډلې راپور وایي چې د حزب التحریر د افراطي غورځنگ د شاو خوا ۸۰۰۰ غړو له جملې څخه نژدې ٢٠٠٠ یې ښځې دي. دې بنسټ د "ښځې او سخت دریځي په قرغزستان کې" په نامه په یو راپور کې د مرکزي آسیا په گوټ گوټ کې د سخت دریځې ستونزه په ډاگه کړې ده.

د قرغیزستان د کورینو چارو وزارت ویلي دي چې د ٢٠۴ ښځو او ماشومانو په گډون ددې هیواد لږ تر لږه ۵۰۸ اوسیدونکي چې په عمومي توگه د اوش له سیمې څخه دي، د اسلامي دولت له ډلې سره د پیوستون په مقصد له قرغیزستان وتلي دي.

دا وضیعت تر ټولو زیات د روسیې لپاره د اندیښنې وړ دی چې وایي د داعش جنگیالي د مهاجرو گارکرانو په بڼه د مرکزي آسیا له لارې روسیې ته داخلیږي.

د روسیې دولتي تلویزیون په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د قرغزستان اوش "د اسلامي دولت د ډلې د جلب او جذب" سیمه شوې ده. په روانه اونۍ کې روسي مقاناتو په منځنۍ آسیا کې د داعش د ډلې اوه تنه تورن غړي ونیول چې د ادعاو له مخې پر مسکو او سنت پیترزبورگ باندې یې د ترهگریزو بریدونو طرحه جوړوله.

په قرغزستان کې د مدني او بشري حقونو فعالان وایي چې په دې هیواد کې ښځې د بیسوادۍ، فقر او بیکارۍ له وجې او هم د نارینو د حاکمیت او په کورنیو کې د ښځو پر حقونو باندې د سترگې پټولو په خاطر تر ډیره د افراطیت سره پیوستون ته لیواله دي.

د هغوی په باور ښځو ته په زده کړو ورکولو سره کیدای شي د سخت دریځو سره د ښځو او د هغوی د ماشومانو د پیوستون مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG