د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په دوو چاودنو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د بلوچستان په پښین کې له چاودنې وروسته حالت.
د بلوچستان په پښین کې له چاودنې وروسته حالت.

د چهارشنبې په ورځ فبروري اوومه (سلواغې ۱۸) د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د انتخاباتو د کاندیدانو د دفترونو بهر په دوو جلا بمي چاودنو کې لږ تر لږه ۲۹ کسان مړه او په لسګونو نور ژوبل شول.

دا چاودنې په پاکستان کې د فبروري اتمې د ټولټاکنو یوه ورځ وړاندې شوي دي.

لومړنۍ چاودنه د کوټې له ښاره شاوخوا ۵۰ کیلومتره لیرې، په پښین ولسوالۍ کې د یو خپلواک نوماند د دفتر مخې ته د یو ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوه او ۱۷ کسان پکې ووژل شول.

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي او د کوټې پولیسو ویلي چې پدې پیښه کې ۲۵ کسان ټپیان شوي هم دي.

د اڅکزي په وینا، دوهمه چاودنه د قلعه سیف الله په ښار کې د جمعیت علمای اسلام ګوند د یو نوماند د ټاکنیز کمپاین دفتر ته څېرمه رامنځته شوې ده. هغه فرانس پرس ته وویل په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو یو لوړ پوړي چارواکي فرانس پرس ته وویل، "دا پېښه د ښار په مرکزي بازار کې شوې، او د جمعیت علمای اسلام د ټاکنیز کمپاین دفتر په نښه شوی و."

د تېر کال په جولای میاشت کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د دغه ګوند پر یوې غونډې په ځانمرګي برید کې ۴۴ کسان ووژل شول.

پاکستان کې د بریدونو زیاتوالی

په پاکستان کې د فبروري اتمې په انتخاباتو کې د درغلیو کېدو په اړه اندېښنې ښودل شوي او تراوسه د انتخاباتو پر کاندیدانو او د انتخاباتي مبارزو پر غونډو په لسګونو بریدونه شوي دي.

په پاکستان کې انتخاباتي مبارزې د سه شنبې په شپه پای ته ورسېدې. ټاکل شوې ده چې د رایو اچونه د پنجشنبې په ځايي وخت سهار اته بجې پیل او د مازیګر تر پنځو بجو دوام وکړي.

د پاکستان د ۲۴۰ میلیون نفوس شاوخوا ۱۲۸ میلیون د رایې ورکولو وړ دي. نږدې ۱۸۰۰۰ کاندیدان په ملي او څلورو ایالتي اسمبلیو کې د څوکیو لپاره ولاړ دي.

د سند ایالت د پولیسو مشر رفعت مختار د چهارشنبې په ورځ په کراچۍ بندري ښار کې یوې خبري غونډې ته وویل، "موږ باید په هره کچه امنیتي تدابیر ډاډمن کړو."

په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ، ویلي چې په تیر کال کې د اورپکو په بریدونو کې "حیرانونکی" زیاتوالی راغلی او هره میاشت په اوسط ډول ۵۴ بریدونه شوي دي.

دا په ۲۰۱۵ کې د اورپکو پر وړاندې د پاکستان پوځ د پراخو عملیاتو راهیسې په پاکستان کې د وسله والو د بریدونو ترټولو لوړه کچه ده.

څارونکي وايي، په پاکستان کې د پنجشنبې د ورځې د ټاکنو ګټونکی د داسې پاکستان واګې په لاس کې اخلي چې په ژور ډول ویشل شوی او اقتصاد یې په ټپه ولاړ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG