د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد: د بین الافغاني خبرو د ځنډېدو لپاره هېڅ دلیل نشته


ښاغلي خلیلزاد هیله ښودلې ده چې باید ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
ښاغلي خلیلزاد هیله ښودلې ده چې باید ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د بین الافغاني خبرو پر ژر تر ژره پیلېدو ټینګار کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد نن جمعه اګست۲۱(زمري۳۱) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د بین الافغاني خبرو د ځنډېدو لپاره هیڅ دلیل نشته.

زلمي خلیلزاد د تېرې سې شنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د ۱۰۱ کالیزې په مناسبت پیغام کې هم ویلي چې افغانان د سولې تږي دي او باید ژر د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې پیل شي.

نوموړي د افغانستان د پوهنې وزارت د علمي شورا پر رئیس او د سولې پر فعال عبدالباقي امین برید غندلی او زیاته کړې ده چې هغه په هیواد کې د سولې ټینګېدو لپاره زیاتې هڅې کړي دي.

هغه پر عبدالباقي امین برید د هغو کسانو کار بللی چې غواړي د سولې هڅې له ځنډ او ګډوډۍ سره مخ کړي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي:"موږ دغه تروریستي عمل غندو. د هغه کورنۍ، دوستانو او د افغانستان خلکو ته چې د سولې غوښتونکي دي تسلیت وړاندې کوو. ټول اړخونه باید د ډاکټر امین حق ته د احترام لپاره، تاوتریخوالي کم کړي، بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پيل کړي. د بین الافغاني خبرو ځنډېدو لپاره هېڅ دلیل شتون نه لري."

ډاکټر عبدالباقي امین د تیرې چهارشنبې په ورځ په کابل ښار کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شوو.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د افغان امیني او دفاعي ځواکونو له خوا د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې د لمانځنې غونډې ته په خپل ویډیوي پیغام کې ویلي چې د سولې د مخامخ خبرو لپاره یې ټول خنډونه لرې کړي دي.

ښاغلي غني زیاته کړې:"د باغزته او تل پاتې سولې ته د رسیدلو لپاره او د طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پلاوي د خبرو د پیل لپاره مو ټول خنډونه او بهانې لرې کړي دي. مونږ د داسې سولې ټینګیدو لپاره هڅې کوو چې په هغه کې زمونږ ځوانان د وطن د ابادولو په چارو بوخت وي نه د نورو د لاس الې."

ښاغلي غني وویل سولې ته رسیدل خپل رسالت او مسولیت ګڼي او په همدې خاطر يې د طالبانو په ډله په وار وار غږ کړی چې دایمي اوربند ومني او ژر تر ژره د افغانستان اسلامي دولت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG