د لاس رسي وړ اتصالات

کراچۍ کې پوليسو د پښتون قامي جرګې د استازې کمېټې غړی نيولی


د پي ټي اېم يوې مدافع وکیلې منیزې کاکړې خبریالانو ته ویلي چې پوليسو د حقيار مسيد خلاف دوې قضيې ثبت کړې دي. ( عکس ارشیف).
د پي ټي اېم يوې مدافع وکیلې منیزې کاکړې خبریالانو ته ویلي چې پوليسو د حقيار مسيد خلاف دوې قضيې ثبت کړې دي. ( عکس ارشیف).

د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې پوليسو د پښتون قامي جرګې يا عدالت د ۸۰ کسيزې کمېټې غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د کراچۍ ښار يو مخکښ مديرالرحمن د ترهګرۍ په تور نيولی دی.

د پي ټي اېم يوې مدافع وکیلې منیزې کاکړې د ډسمبر پر ۱۹ (ليندۍ ۲۹) رسنيو ته ويلي چې پوليسو مدیر الرحمان، چې په حقیار مسید مسمی دی، د ډسمبر پر ۱۷مه د ترهګرۍ په تور نيولی و او تر هغه يوه ورځ وروسته يې د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې کړ. هغې زياته کړه چې د ترهګرۍ ضد محکمې زندان ته د نوموړي د استولو امر وکړ.

پوليسو د حقيار مسيد خلاف دوې قضيې ثبت کړې دي. په لومړۍ قضيه کې پوليسو پر نوموړي تور پورې کړی دی چې د تالاشۍ پر مهال يې له هغه سره لاسي بم موندلی وو. په دويمه قضيه کې پر حقیار مسید په غیر قانوني توګه د وسلو او مرمۍ ګرځولو تور پورې شوی دی.

پي ټی اېم او د حقيار مسيد مدافع وکيلې پر نوموړي پورې شوي دواړه تورونه رد کړې دي او د هغه خلاف يې ثبت شوي قضيې بې اساسه او پر دروغو ولاړې بللې دي.

پولیسو تر دې وړاندې هم په کراچۍ او د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمیر فعالان نيولي او په مياشتو او کلونو له زنداني کولو وروسته يې په ضمانتونو خوشې کړي دي.

د پي ټي اېم مخکښ مشر او د پاکستان په ملي پارلمان کې د جنوبي وزیرستان پخوانی استازی علي وزير د روان کال د اګست له درېيمې (زمري ۱۳) څخه بيا تراوسه د دغه هيواد په مختلفو برخو کې زنداني شوی او د محکمې لخوا د خوشې کېدو پر امرونو سربېره پوليسو سمدستي د هغه په نورو قضيو په تړاو نیولی او په بند کې ساتلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان ټینګار کوي چې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG