د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان نوی صدراعظم د خلکو د خوښۍ د زیاتولو لپاره پلان اعلانوي


د جاپان صدراعظم شیګرو ایشیبا
د جاپان صدراعظم شیګرو ایشیبا

ټاکل شوې چې د جاپان صدراعظم شیګرو ایشیبا د جمعې په ورځ، اکتوبر څلورمه (تلې ۱۳) په لومړنۍ پارلماني وینا کې د خپلو پالیسیو د وړاندې کولو په ترڅ کې په جاپان کې د خوشحالۍ د شاخص د لوړولو لپاره پلان اعلان کړي.

په جاپان کې د خوشحالۍ د شاخص دا پلان چې د عامه او خصوصي سکتورونو لخوا جوړ شوی، ددغه هېواد د اقتصادي پراختیا او کمېدونکي نفوس لپاره د ایشیبا د پالیسیو سره یو ځای اعلانیږي.

د ۶۷ کلن ایشیبا د صدارت دوره د سه شنبې په ورځ وروسته له هغه پیل شوه چې نوموړي تېره اونۍ د ګوند د رهبرۍ ټاکنې وګټلې.

هغه حکومتدارۍ او کم عاید لرونکو جاپانیانو ته د خپلې ژمنتیا په خاطر د اکتوبر په ۲۷مه له وخت وړاندې عمومي ټاکنې اعلان کړي دي.

د ګالوپ د یوې سروې له مخې، جاپان د ۲۰۲۱-۲۰۲۳ کلونو د خوشحالۍ په نړیوال شاخص کې ۵۱م مقام لري. په دغه سروې کې افغانستان په نړۍ کې ترټولو ناخوښ هېواد پیژندل شوی دی.

دا لا نه ده څرګنده چې ایشیبا به په خپله لومړنۍ وینا کې د جاپان د بهرنۍ پالیسۍ په اړه څه ووايي. خو د جاپان حکومتي نشراتي ادارې (این ایچ کې) او نورو رسنیو ویلي چې هغه به د انفلاسیون د کمولو لپاره یو اقتصادي پلان او بودیجه اعلان کړي.

د تیرې جمعې په ورځ د ملي دیموکرات ګوند رهبرۍ ته د ایشیبا له ټاکل کېدو وروسته د جاپان د اسعارو (ین) ارزښت لوړ شوی او ایشیبا پلان لري چې په جاپان کې حد اقل په ساعت معاش له ۱۰۵۵ ین څخه ۱۵۰۰ ین (۱۰.۲۲ ډالر) ته لوړ کړي.

جاپان د نړۍ څلورم ترټولو ستر اقتصاد لري. د سړي سر عاید د زیاتولو لپاره د ایشیبا هلې ځلې په جاپان کې د خوشحالۍ د عامه شاخص د لوړولو لپاره د هغه د پالیسیو برخه ګڼل شوې ده.

ټاکل شوې چې هغه د زلزلو او سیلابونو سره په مخامخ جاپان کې د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې لپاره نوی وزارت پرانیزي او له اتومي انرژۍ څخه په زیات کار اخیستلو ټینګار وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG