د اسرائیلو پوځ ویلي دي دوی باور لري چې هغه ٢٣ کلن عسکر چې د حماس مبارزینو د جمعې په ورځ تښتولی و، مړ شوی دی.
د پوځ یو ویاند وویل چې د اسرائیلو دیني مشر هم په دې باور دی چې هدار گولډین مړ دی او دا خبر یې پخپله د هغه کورنۍ ته استولی دی.
د اسرائیلو د اردو دا بیانیه څو ساعته وروسته له هغه خپره شوه چې صدراعظم بینجامین نیتنیاهو وویل چي د اسرائیلو عسکر به د غزې او اسرائیلو تر سرحد لاندی د حماس د تونلونو د نړولو دنده پای ته ورسوي او بیا به د امنیتي ضرورتونو له مخي عملیاتو ته دوام ورکړي.
ښاغلي نیتنیاهو د شنبې په ورځ دا وینا وکړه. هغه وویل چي اسرائیلو تر اوسه په لسگونو تونلونه له منځه وړي دي او د ده په قول د حماس ستراتیژیک سیسټم یې چي د ډیرو کلونو لپاره یې جوړ کړی و، سخت ځپلی دی. نیتان یاهو وویل چي د اسرائیلو پوځ په غزه کي د تقریبا یوې میاشتي عملیاتو په وخت کي ډیري بریاوي ترلاسه کړي دي، د حماس اهداف یې تباه کړي او د حماس په سلگونو جنگیالي یې وژلي دي.
د اسرائیلو صدراعظم وویل چی که حماس د غزې نه په اسرائیلو باندي حملې بندي نه کړي نو دا به په ډیر لوی قیمت ورته تمام شي.
ښاغلي نیتنیاهو د هغو زیات شمېر ملکي فلسطینیانو په هکله چي د اسرائیلو په حملو کي وژل شوي دي وویل چي دی غواړي دا په تاکید ووایي چي اسرائیل « د غزې د سوله ایزو اتباعو په خلاف هیڅ هم نه لري.»
هغه وویل چي اسرائیل د هر ملکي فلسطیني په تاوان او وژلو ډیره معافي غواړي او ده د دې سیمي د بیا رغوني د پاره نړیوالي مرستي غوښتي دي.
د اسرایلو پوځ د یکشنبي په ورځ د غزي په مختلیفو برخو کي بریدونه کړي دی چې پکشي اسلامي پوهنتون، د بیمي یوه شرکت او په جنوبي غزي کي رفا ته نږدي کورنه هم شامل ول.
له دی مخکي د حماس پوځي برخي په یوي بیانیي کي ویلي دی چي دوي د لاردکه شوی اسرایلي پوځی په هلکه څه مالومات نه لري او واېې هغه کیداسي د دوه نورو اسرایلي پوځیانو سره یوځاي په یوه ځانمرگي برید کی وژل شوی وي.
په غزي کي بشري ناورین
د فلسطین د یوې ملکي ډلې د شبکی رئیس امجد شاوا وویل د تیرو ٢٦ ورځو د جنگ له وجي د غزي روغتونو د مریضانو ډک شوي دی " ټوله د غزي تړانگه د برید لاندی ده، د غزي په مختلیفو برخو د سرایلي ځواکونو او د ټاکونو د دوامدارو بریدنواو بمبارله وجي د بشریت وضح د تباهي سره مخ شوي ده. او زیاتره په نښه شوي هداف ملکي دی."
هغه زیاته کړه، د جنگ له وجي شاه خوا ۴٠٠٠٠٠ فلسطنیان بي ځايه شوی دی او بشري مرستندویه ډلي نشي کولي چې هغوی ته خواړه او یا روغتیایی مرستي ورسوي.
د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند امکانات
د جمعي د ورځي د اوربند دمقرارتو له مخي دواړي خواو به پرون د یک شنبي په ورځ خپل استازي مصر ته استول چي اوربند نور هم وغځوي.
د فلسطین چارواکي واېې، چي د هغوي استازي به قاهري ته ولاړ شي، خو اسریلو ویلي چې د وي به د یکشنبي د ورځي به خبرو کي برخه وانخلي.
اسرایل غواړي چي په اوربند کي باید دا شرط شامل وي چې د غزي تړانگه د غیرنظامي کړل شي. او بلي خوا حماس بیا وايي اسرایل دی د غزې د لارو اوه کلن بندیز ختم کړي.
تر اوسه دواړو خواو داسي کوم غبرگون نه دی ښودلي چي د یو بل غوښتني به ومني .
فلسطیني چارواکي واېې، چي د اسرائیلو په حملو کي څه د پاسه ١٦٠٠ فلسطینیان چي اکثره یې ملکیان وو، وژل شوي او ٨٠٠ تنه زخمي شوي دي. اسرائیل وایي چي د دوی څه د پاسه ٦٠ تنه عسکر او درې تنه ملکیان وژل شوي دي.