د بشري حقونو څار یوه اداره وایي چې د اسرائیل پوځ دوشنبه ډسمبر نهمه ( لیندۍ ۱۹) په سوریه کې یوه ورځ وروسته تر دې چې د دې هیواد پایتخت دمشق وسله والو یاغیانو ته په لاس ورغی، پدې هیواد کې څه د پاسه ۱۰۰ نظامي اهداف ویشتي دي.
اسرائیل دا نظامي اهداف داسې مهال ویشتي چې د حیات تحریر الشام په نامه وسله والو یوه ورځ وړاندې د بشارالاسد حکومت ړنګ کړ او ښاغلی اسد مسکو ته وتښتید.
د بشري حقونو څار ادارې مشر رامي عبدالرحمان چې مرکز یې په بریتانیې کې دی خو په سوریې کې د کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې پدې ۱۰۰ نظامي اهدافو کې چې اسرائیل پرې هوایي بمبارۍ کړي، د برزه ساینسي څیړنو مرکز هم شامل دی.
ښاغلي عبدالرحمان پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، دا هم ویلي چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې د سوریې د مخکني رژیم نظامي وړتیاوې له منځه وړل شویدي.
هغه ویلي چې په ختیځ کې د دیر الزور په ولایت او د قامیشلي نظامي هوایي ډګر سره نږدې چې په شمال ختیځ کې پروت دی، د وسلو ډیپوګانې په نښه شویدي.
پدې هوایي بریدونو کې د سوریې د لاذقیه بندري ښار کې د سوریې د مخکني رژیم د بحري ځواکونو کښتۍ هم له منځه وړل شوي.
د اسرائیل پوځ معمولاً دې هوایي بریدونو باندې تبصره نکوي خو تر دې وړاندې یې استدلال کاوه چې په سوریه کې د هغو ملیشو مرکزونه په نښه کوي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.
اسرائیل په تیرو څه باندې لسو کالونو کې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، سلګونه هوایي بریدونه د دې هیواد په هغو برخو کړي چې د بشارالاسد د حکومت په کنټرول کې وې خو ډیر لږ وخت یې دا منله چې دا ډول عملیات یې کړیدي.
د اسرائیل پوځي چارواکو پخوا ویلي چې دا بریدونه په سوریه کې د ایران او ددې هیواد د ګوډاکي ملیشو په مرکزونو کوي او تر څنګ یې دا هم منلې چې د حزب الله د وسله والې ډلې او نورو هغو ملیشو مرکزونه یې ویشتي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.
فورم \ دبحث خونه