په اندونیزیا کې چارواکي وايي په دغه هېواد کې یې د یوې اورپکې ډلې تر ټولو لوی مطلوب مشر وژلی دی.
په اندونیزیا کې پوځي چارواکي وايي چې علي کالورا د شنبې په ورځ سپتمبر ۱۸ (وږي۲۷) د اندونیزیا د «سولاویسي» ایالت په مرکزي ځنګلونو کې له پوځ سره په جګړې کې وژل شوی دی.
په دغه ایالت کې د زون د پوځ مشر فرید مکروف وايي علي کالورا د «لویدیځې اندونیزیا د مجاهدینو» د شبکې مشر او د حکومت لپاره تر ټولو لوی مطلوب اورپکی و.
هغه وايي دغې ډلې په ۲۰۱۴ کې د داعش له ډلې سره هم بیعت کړی و. په عملیاتو کې یو بل کس هم وژل شوی دی.
د اندونیزیا پوځ د دغې ډلې په څلورو نورو مشرانو لټون هم کوي. دې ډلې په اندونیزیا کې په مسیحیانو باندې د څو خونړیو بریدونو مسئولیت هم منلی و.
د دغه هېواد پوځ په دې وروستیو میاشتو کې د اورپکو په ضد عملیات زیات کړي دي.
پوځ وايي د «لویدیځې اندونیزیا د مجاهدینو د شبکې» بل مشر یې په ۲۰۱۶ کې وژلی و.