د لاس رسي وړ اتصالات

هند له پاکستان څخه د حافظ سعید ورسپارل غوښتي


پاکستان د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومي اتمه) تائید کړه چې هند په رسمي توګه د حافظ سعید ورسپارل غوښتي.

پدې سخت دریځه پاکستاني مذهبي مشر تور دی چې د هند د ممبای په ښار کې د بریدونو اصلي طرح جوړونکی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وایي چې د هند دا غوښتنه یې رد کړې ځکه چې ددې ډول موضوعاتو د حل لپاره د دواړو هیوادونو تر منځ هیڅ کوم دوه اړخیز تړون نشته.

د میرمن بلوڅ د څرګندونو څخه څو ساعته دمخه د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اریندام بګاچي په یو خبري کنفرانس کې وویل چې له پاکستان څخه یې غوښتي چې حافظ سعید دوی وروسپاري تر څو په هند کې محاکمه شي.

سره لدې چې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل دا غوښتنه څو اوونۍ وړاندې پاکستاني چارواکو ته سپارل شوې، خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې بیا ویلي چې نوي ډهلي غوښتي چې حافظ سعید د پیسو د سپینولو په قضیې کې دوی ته وروسپارل شي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، "دا شخص (حافظ سعید) په مختلفو قضیو کې په هند کې په کار دی. هغه د ملګرو ملتونو لخوا ترهګر بلل شوی. مونږ خپله غوښتنه د اړوندو اسنادو سره د پاکستان حکومت ته ورکړې، د هغه سپارل کیدل مو غوښتي تر څو په یوې ځانګړې قضیې کې په هند کې محاکمه شي".

ښاغلي بګاچي د هند په مطبوعاتو کې خپرو شویو راپورونو ته ځواب وایه چې پکې ادعا شوې وه حافظ سعید د ۲۰۰۸ کال ترهګریزو بریدونو په تړاو غوښتل شوی چې د شپږو امریکایانو په ګډون پکې ۱۶۶ تنه وژل شوي و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هم په یوې اعلامیې کې چې امریکا غږ ته یې استولې، دا یې تائید کړې چې هند د پاکستان د حکومت څخه د حافظ سعید ورسپارل غوښتي دي.

میرمن بلوڅ ویلي چې هندي چارواکو حافظ سعید د پیسو سپینولو په قضیو کې غوښتی خو زیاتوي چې پدې هکله د دواړو هیوادونو تر منځ دوه اړخیزه موافقه نشته.

متحده ایالات او هند حافظ سعید د ممبای د ۲۰۰۸ کال په مرګونو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

د پاکستان یوې محکمې تیر کال د لشکر طیبه ملیشه ډلې بنسټ ایښونکی حافظ سیعد د ترهګرۍ د مالي تمویل په جرم په ۳۱ کاله بند محکوم کړ.

د لشکر طیبه اسلامپاله ډلې بنسټ ایښونکی حافظ سعید، چې له پخوا څخه زنداني دی په ۲۰۲۰ کال کې په ورته جرمونو مجرم ګڼل شوی و.

هغه چې د تیرې یوې لسیزې په ترڅ کې څو ځلې نیول شوی او بیرته خوشې شوی دی د هند د ممبای ښار د ۲۰۰۸ کال په مرګونو بریدونو کې یې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

متحده ایالاتو حافظ سعید د نړیوالو ترهګرو په لست کې شامل کړی او ددې هیواد د عدلیې وزارت د هغو اطلاعاتو لپاره چې د هغه د نیولو سبب شي، ۱۰ میلیون ډالر جایزه ټاکلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG