د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ ځېنې کروندګر وایي، هېنجه ځمکې ته تاوان لري‌


د بلخ ځېنې کروندګر وایي، هېنجه ځمکې ته تاوان لري‌
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته په بلخ کې یو زیات شمېر کروندګرو د هینجې کرلو ته مخه کړې ده خو یو شمېر له دغو کروندګرو وايي‌ چې که څه هم هېنجه د کوکنارو یو ښه بدیل دی او په بازار کې یې بیې هم لوړې دي، خو هېنجه ځمکې ته تاوان هم لري.

د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته په بلخ کې یو زیات شمېر کروندګرو د هینجې کرلو ته مخه کړې ده خو یو شمېر له دغو کروندګرو وايي‌ چې که څه هم هېنجه د کوکنارو یو ښه بدیل دی او په بازار کې یې بیې هم لوړې دي، خو هېنجه ځمکې ته تاوان هم لري.

دوی وايي، دا ځکه چې د هېنجې له کرلو وروسته په هغې ځمکې باندې بل کښت ښه حاصل نه ورکوي.

د چمتال ولسوالۍ یو تن کروندګر محمد نبي چې په یو جریب ځمکې یې هېنجه کرلې ده وايي،‌ چې ددغه کښت له امله څلور کاله کېږي په خپلې ځمکې بل څه نه شي‌ کرلی او هم یې ځمکه له حاصل نه وتلې ده.

دی وايي کروندګر دې هېنجه په للمو ځمکو او لرې پرتو سیمو کې وکري چې اوبه لرونکې او زراعتي ځمکو باندې نور د اړتیا وړ کښتونه وکرل شي.

محمد نبي درې کاله مخکې په یوه جریب ځمکه کې هېنجه کرلې ده، هغه وايي هېنجه په ښه بیه خرڅېږي او هم له کوکنارو څخه ډېره ګټه کوي نو ځکه یې کرلې ده خو ددغه کروندګر په وینا د هېنجې له کرلو وروسته په دې پوه شو چې هېنجې یې ځمکې ته تاوان کړی دی.

محمد نبي وايي‌ هېنجه بد بوی لري او د ځمکې قوت له منځه وړي. د هغه په خبره ددې بوټي له کرلو وروسته په ځمکه کې بل کښت ښه حاصل نه ورکوي.

هغه امریکا غږ ته وویل: « ما هېنجه کرلې ده په یوه جریبه ځمکه کې کرلې ده. ګټه یې هم ښه ده له کوکنارو ګټه لري خو مګر تاوانونه یې هم ډېر دي. ځکه په هغه ځمکه چې هېنجه وکرل شي هغه له حاصل نه ولېږي د ډېرې بد بوی له وجې او هم د ځمکې شیره ټوله ټولېږي».

محمد نبي وايي که څه هم هېنجه له کوکنارو څخه ډېره ګټه کوي، خو په وینا یې ځمکې ته تاوان لري او باید په للمو ځمکو او لرې پرتو سیمو کې وکرل شي.‌

هغه وویل:‌« د کوکناور په نسبت ښه ګټه لري او پیسه لري.‌ دا اوس یې په پنځلس زره افغانۍ کیلو خرڅېږي خو ځمکې ته تاوان لري.‌ دا باید په داسې ځمکې وکرل شي چې اوبه نه ور رسېږي هلته وکرل شي.‌ او داسې ځمکې چې لکه غنم او نور حاصلات پرې کرل کېږي په هغه ځای کې باید و نه کرل شي».

د کوکنارو په کرکېلې له بندیز وروسته زیات شمېر کروندګرو د هنجې کرلو ته مخه کړې ده،‌ خو له څو کلونو له تېرېدو وروسته یو شمېر هغه کروندګر چې د ځمکو ته یې روانې اوبه رسېدلې؛ اوس پښېمانه دي، ځکه دوی واي باید څلور یا درې کاله انتظار وکړي ترڅو هېنجه حاصل ته ورسېږي او له حاصل رسېدو وروسته په دې پوه شول چې په کرل شوې ځمکې نور کښتونه ښه حاصل نه ورکوي. بل لورته بیا یو زیات شمېر کروندګر هینجه ښه بدیل ګڼي او وايي، چې دوی ته ډېره ګټه کوي.

XS
SM
MD
LG