د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان باسواده مسلکي مېرمنې د اسلام اباد یوه رېستوران کې اشپزي کوي


پاکستان کې میشت افغان کډوال. ( عکس ارشیف).
پاکستان کې میشت افغان کډوال. ( عکس ارشیف).

په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له دغه هېواد څخه د لسګونه زره په شمېر کدرونو بهرنۍ نړۍ او ګاونډي هېواد پاکستان ته پناه وړې ده. په دوی کې ډېری یې نه داچې بې روزګاره دي بلکې په کوربه هېوادونو کې په ډېر لږ مزد شاقه کارونه کوي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان یوشمېر باسواده ميرمنې چې په ژورنالزم او اقتصاد کې دکتورا لري خو اوس په پردېسۍ کې د خپلو مسلکي کارونو پرځای په یوه ريستوران کې خپلو بچيانو ته د روزۍ د ګټلو لپاره اشپزي کوي.

په دوی کې زهرا يوه ژورنالسته ده چې په افغانستان کې يې له رسنيو سره کار کاوه او تر ٢٠٢١ کال پس پاکستان ته یې کډه کړې ده.

افغان ژورناليستې زهرا د جنورۍ په ١٣ (مرغومی ٢٤) امريکا غږ ته وويل، په افغانستان کې په ښه زړورتیا سره په ژورنالیستي کار بوخته وه. خو اوس په اسلام اباد کې د ویرې او مفلسۍ ژوند تېروي. "په دې ريستوران کې ډیر په ډار کار کوم او تل دا ويره راسره وي چې اوس به پوليس راشي موږ به و نيسي او د تورخم په پوله به مو د مرګ کندې ته ور واړوي۔"

زهرا وايي، په اسلام اباد کې یې یو اېن اېچ سي ار هېڅ فریاد نه اوري. "که د يو اين ايچ سي آر دفتر ته زنګ ووهو يا اي مېل ورته وکړو نو یوازې دا ځواب راکوي چې د خپل وار ته انتظار وکړئ۔"

دې اندېښنه وښودله که ونیول شي او پر تورخم یې واړوي نو سختې ورځې به بې ځايه ولاړې شي او يو ځل به یې بيا د تيارې سفر پيل شي.

يوه بله مېرمن فرشته هم په ۲۰۲۱ کال پاکستان ته کډه شوې، هغې په افغانستان کې په اقتصاد کې ماستري کړې ده، او خپل هېواد کې یې لس کاله په بېلا بېلو غيردولتي ادارو کې کار کړی دی خو اوس په اسلام اباد کې په یوه رېستوران کې اشپزه ده.

هغې د جنورۍ په ١٣ (مرغومی ٢٤) امريکا غږ ته وويل، ډېرې هڅې یې وکړې چې په پاکستان په يوه غير دولتي اداره کې کار پيدا کړي خو برېالې نشوه، نو له ډيرې مجبورۍ اوس په یوه ريستوران اشپزي کوي.

فرشته هم د ویزې نه لرلو له کبله په ویره کې ژوند تېروي. "د ويزې نه درلودلو له کبله مو ژوند ډير ګران دی ځکه چې يو خوا ټوله ورځ کار کوو نو بل خوا د شپې مهال زه او واړه ماشومان مې د پوليس له ويرې څخه ويښ يو چی اوس به مو ونيسي او بيرته به مو طالبانو ته وسپاري. "

بينظيرہ په افغانستان کې د يوګا او بېلا بېلو ورزشونو روزونکې هم له فرشتې او زهرا سره یوځای په دې رېستوران کې اشپزي کوي.

د جنورۍ په ١٣ (مرغومی ٢٤) له امريکا غږ سره په خبرو کې نوموړې وويل، په پاکستان کې میشت ډېری افغان کډ‌وال رواني ناروغۍ لري ځکه د دې غوندې له ډېرو خپل اصل کار پاتې شوی دی. "زما د دې دومره زده کړو مقصد دا و چې ولس ته ګټه ورسوم چی د ټولنې لپاره ګټور کارونه وکړم خو بدبختانه د مرګ له ويرې او د ژوند د بقا په خاطر مې افغانستان پرېښودی او د کډوالۍ په ژوند کې خپل اصل کار را څخه پاته شو او اوس په ريستوران کې منتو پخوم. "

درې واړه افغان مېرمنو له ملګرو ملتونو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې د دوی په ګډون د هر افغان ژوند دې وژغورل شي. په يو اين ايچ سي آر دې فشار راوړي چې د سیاسي پناه اخیستنې بهیر دې ګړندی کړي چې دوی په زغرده خپل ژوند پیل کړي.

ياده دې وي چې په کال ٢٠٢١ کې په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني حکومت له نسکورېدو څخه وروسته طالبانو نه یوازې په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، بلکې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې په په ۲۴یې د یوې خوا ښځې او نجونې په پوهنتونونو کې له زده کړو بندې کړې او د بلې خوا یې د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر دولتي ادارو کې د هغوي پر کار بندیزونه ولګول، چې له امله یې افغان میرمنو ته په خپل هېواد کې ژوند کول ګران شو او په زرګونو کورنیو د طالبانو د پالیسو او امنیتي اندیښنو له امله افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران اوپاکستان ته کډه وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG