د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې د روغتیا وزارت: په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۷۷۰۷ تنو ته رسیدلی


په غزه کې د جګړې قربانیان
په غزه کې د جګړې قربانیان

د غزې په تړانګه د اسرائیلي پوځيانو د بریدونو له زیاتیدو وروسته، د غزې د روغتیا وزارت مقاماتو ویلي، چې د اسرائیل د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمیر تر ۷۷۰۰ تنو واوښت.

د حماس ډلې تر ولکې لاندې غزه کې د روغتیا وزارت مقاماتو د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم ۵) وویل، چې پر دغې سیمې د اسرائیل د هوايي او راکټي بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه ۷۷۰۳ تنه وژل شوي دي چې له دې جملې څخه څه دپاسه ۳۵۰۰ تنه یې ماشومان دي.

وروسته له هغه چې اسرائیل په ۲۰۰۵ کال کې د غزې له تړانګې څخه په یو اړخیز ډول ووت، د اسرائیل او حماس ترمنځ په وروستیو جګړو تر ټولو زیات تلفات په غزه کې اوښتي دي.

د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ ناوخته وویل، چې د اسرائیل هوايي او ځمکنیو ځواکونو په غزې تړانګه کې خپل عملیات پراخ کړي دي.

د اسرائیل د پوځ ویاند دانیال هګري د جمعې په ماښام وویل، چې د دغه هیواد پوځي ځواکونو په غزه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او هڅه کوي چې د غزې په تړانګه کې د حماس پر تونلونو او بنسټیزو تاسیساتو پراخ بریدونه وکړي.

د فلسطيني مقاماتو په وينا، په غزې تړانګې د اسرائيل د بريدونو له پيل څخه تراوسه پورې په سلګونو ودانۍ سوځيدلي او په زرګونو د استوګنې کورونه ويجاړ شوي دي.

د اکټوبر په اوومه د حماس اورپکو د غزې له تړانګې څخه پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان یې ووژل او ۲۲۲ یې یرغمل کړل.

اسرائیل هم د غزې په تړانګه په غچ اخیستونکو اقداماتو کې سخت هوایی او توپچی بریدونه پیل کړی دی. د غزې تړانګې د روغتیا وزارت په وینا په دغو بریدونو کې تر ۷۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د حماس ډلې پوځي څانګې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر۲۶ وویل، چې شاوخوا ۵۰ اسرائیلي یرغمل شوي کسان چې د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل له برید وروسته په غزې تړانګه کې ساتل کیدل، د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

له دې څخه یوه ورځ وړاندې د اسرائیل پوځ پر حماس تور ولګاوه چې د غزې په تړانګه کې له روغتونونو څخه کار اخلي او له هغه ځایه پر اسرائیل بریدونه کوي.

د اسرائیل د پوځ ویاند دانیال هګري خبریالانو ته وویل: "حماس د غزې له روغتونونو څخه پوځي عملیات کوي. " هګري دا هم ویلي چې حماس په روغتیايي مرکزونو کې له ذخیره شوي تیلو څخه د اسرائیل پر ضد په خپلو پوځي عملیاتو کې کار اخلي.

خو د حماس د سیاسي دفتر یو جګپوړي غړي عزت الرشق دغه تورونه رد کړل او ویې ویل: "هغه څه چې د دښمن د پوځ ویاند ویلي هیڅ حقیقت نه لري. " هغه اسرائیل تورن کړل چې د دا ډول تورونو په کولو سره "زموږ د خلکو پروړاندې نوي قتل عام ته لاره هواروي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG