د لاس رسي وړ اتصالات

پر غزې د ځمکني برید په اړه د اسرائیل خبرداری او د حماس غبرګون


د حماس ډلې یو جګپوړي چارواکي جمعه اکټوبر ۲۷ (لړم ۵) ویلي چې په غزې د ځمکې د لارې د اسرائیل یرغل ته چمتو دي.

د حماس دې جګپوړي غړي عزت الرشاق دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې د اسرائیل پلیو ځواکونو د جنګي جټ او ډرون الوتکو په ملاتړ د غزې تړانګې په مرکزي برخه کې عملیات کړي دي.

ښاغلي رشاق د ټیلیګرام په ټولنیزې شبکې کې پرته لدې چې جزیات ورکړي لیکلي چې په غزې د اسرائیل لخوا د ځمکې د لارې یرغل کولو ته چمتو دي.

هغه لیکلي، "که چیرته صدراعظم بنجامین نیتن یاهو نن شپه غزې ته د ننوتو پریکړه وکړي، مقاومت چمتو دی. د هغه (نیتن یاهو) د سرتیرو پاتې شوني به د غزې ځمکه وخوري".

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۷ کال کې حماس د بهرنیو ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړ. اروپایي اتحادیې هم د اسرائیل پر ضد د وسله وال مقاومت له کبله حماس د ترهګرو سازمانانو په لیست کې شامل کړی.

ها خوا بیا ایران پدې تورن دی چې د حماس سره نظامي او نورې مرستې کوي خو ایراني چارواکو بیا ویلي چې په اسرائیل د حماس برید کې چې د اکټوبر په اومې یې کړی، د دې ډلې سره یې مرسته نده کړې.

په عین حال کې ځینو هیوادونو یوازې د حماس نظامي څانګه د بهرنیو ترهګرو په سازمانونو کې شامل کړی.

ها خوا د اسرائیل پوځ ویلي چې په غزې یې د "پام وړ" توګه بریدونه ډیر کړي.

یو شمیر انځورونه او ویډیوګانې چې د فرانس پریس خبري اژانس تر لاسه کړي، پکې ښودل کیږي چې د غزې په شمالي برخې کې شدیده هوایي بمباري کیږي.

په ویډیوګانوې کې ښودل کیږي چې هوایي بریدونه یو په بل پسې کیږي او شدت یې دومره ډیر و چې رڼا یې آن آسمان روښانه کړی و.

د اسرائيل مقاماتو همدغه راز ویلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزې باندې ۲۵۰ هوايي بریدونه کړي او تونلونه،‌ تاسیسات او د راکټونو د توغولو ځایونه یې وېشتلي دي. دا راپورونه په خپلواک ډول تائید شوي نه دي.

په عین حال کې د حماس نظامي څانګې ویلي چې د اسرائیل د بریدونو په ځواب کې ګڼ شمیر توغندي په اسرائیل وار کړي خو د مرګ ژوبلې او زیان په هکله یې څه ندي ویلي.

د حماس ډلې همدارنګه ویلي چې په ټولې غزې کې د انټرنیټ او مخابراتو خدمات بند شوي او په اسرائیل يې تور لګولي چې د هوا او سیند د لارې بریدونو سره په ډله ایزه توګه د خلکو وژلو لپاره چمتوالی نیسي.

د حماس ډلې په نړۍ غږ کړی چې په غزې د اسرائیل د بریدونو بندولو لپاره دې په سمدستي توګه اقدام وکړي.

د اسرائیلي چارواکو په وينا،د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې د حماس ډلې د برید په ترڅ کې ۱۴۰۰ اسرائیليان وژل شوي او د بهرنیو اتباعو په ګډون ددغه ډلې لخوا نږدې‌ ۲۴۰ تنه یرغمال شوي دي.

له بلې خوا د حماس ډلې د ۷۷۰۰ تنه فلسطیني‌ ملکي وګړو د وژل کېد خبر ورکړی دی،‌ خو کومې خپلواکې سرچینې د حماس لخوا ددغه ارقامو او شمېر پخلی نه دی کړی.‌

غزې کې د ملګرو ملتونو لخوا د اوربند غوښتنه:

که له یوې خوا په غزې د اسرائیل بمبارۍ ډیره شوې او لې بلې خوا حماس ویلي چې په ځواب کې یې اسرائیل په توغندیو ویشتلی، په عین حال کې بیا د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د جمعې په ورځ په غزې کې په سمدستي توګه د اوربند غوښتنه وکړله.
دا اوربند غوښتنې لپاره د ملګرو ملتونو دا پریکړه لیک چې عمل کول پې لازمي ندي، د جمعې په ورځ په عمومي اسامبلې کې د رایو په اکثریت منظور شو.

پریکړه لیک ته ۱۲۰ مثبتې او ۱۴ منفي رایې ورکړل شوې او ۴۵ غړیو هیوادونو پکې برخه وانخیسته.

اسرائیل او متحده ایالاتو پدې پریکړه لیک انتقاد کړی ځکه چې د حماس ډلې یادونه پکې نده شوې.

د پریکړه لیک مسوده عمومي اسامبلې ته اردن د ۲۲ عرب هیوادونو په استازیتوب وړاندې کړې وه.

په غزې د اسرائیل هوایي بمبارۍ داسې مهال شدیدې شوي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د خوراکي موادو، اوبو او برښنا له کبله په غزې کې د بشري ناورین په بې سارې توګه په ناوړه وضعیت کې دی.

ښاغلي ګوتریش په یوې اعلامیې کې یو ځل بیا د جګړې بندیدو غوښتنه کړې.

په اعلامیې کې ویل شوي، " د بشري اوربند، د قید او شرط پرته د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو او ژوند ژغورونکو موادو استولو په خاطر د بشري اوربند لپاره خپله غوښتنه تکراروم".

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په غزې د اسرائیل د هوایي بریدونو له کبله ۱.۴ میلیون خلک په غزې کې بې ځایه شوي دي او ۶۲۹ زره نورو د ملګرو ملتونو په ښوونځیو کې پناه اخیستې ده.

په دې راپور کې د جزیاتو او توازن په موخه نوي محتويات اضافه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG