د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ترهگرۍ د مالي تمویل د څار ټولنې تر نظر لاندې دی


فلاح انسانیت بنسټ چې د لشکر طیبه ډلې پگورې مربوط سازمان دی په اسلام آباد کې مرستې ټولوي ۲/۸/۲۰۱۶
فلاح انسانیت بنسټ چې د لشکر طیبه ډلې پگورې مربوط سازمان دی په اسلام آباد کې مرستې ټولوي ۲/۸/۲۰۱۶

د غیر قانوني پیسو د تطهیر او د ترهگرو د مالي تمویل د منابعو په وړاندې د مبارزې نړیواله ټولنه به د اکتوبر د میاشتې تر غونډې دمخه د ترهگرو سازمانونو د مالي تمویل په وړاندې د پاکستان مبارزه وڅاري.

د پیسو د تطهیر پر وړاندې د مبارزې د اسیا پسفیک ډلې(Asia Pacific Group on Money Laundering)په استرالیا کې په خپلې تازه غونډې کې د هغو هیوادونو په اړه رپوټونه وڅیړل چې د ترهگرو د مالي تمویل په اړوند په خړ لست کې شامل شوي دي.

پاکستان او څو نور هیوادونه د پیسو تطهیر او د ترهگرو د مالي منابعو د تمویل د نه کنترولولو په خاطر پدغه لست کې شامل شوي دي.

ټاکل شوې چې دغه ډله به پدې هکله خپله وروستۍ پریکړه د روان کال د اکتوبر په میاشت کې وکړي او خپل رپوټ به خپور کړي.

د څار دغه نړیوالې ټولنې پاکستان ته د اکتوبر تر میاشتې وخت ورکړی و چې د ترهگرو د مالي تمویل په وړاندې د مبارزې چارې پیاوړې کړي او که نه نو د سختو اقداماتو سره به مخ شي.

پدې ترڅ کې هندي رسنیو نن د جمعې په ورځ (اگست ٢٣) رپوټ ورکړی چې د څار ډغې ټولنې پاکستان په تور لست کې شامل کړی دی، خو د پاکستان د مالیې وزارت دغه ډول رپوټونه رد کړي او هغه یې بې بنسټه گڼلي دي.

پاکستان باید په هرو دریو میاشتو کې د پیسو د تطهیر او د ترهگرو د مالي تمویل په وړاندې د خپلې مبارزې د پرمختیا په اړه د څار نړیوالې ادارې ته رپوټ ورکړي.

د Financial Action Task Force، د ټولنې په خړ لست کې په شاملیدو سره پر پاکستان باندې اقتصادي فشارونه زیات شوي او د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک څخه ورته پور اخیستل مشکل شوي دي.

دا پداسې حال کې ده چې پاکستان ددې هیواد د پخواني صدراعظم نواز شریف په گډون یو شمیر لوړپوړي مقامات د پیسو د تطهیر په جرم بندیان کړي وو او همداشان د ترهگرو د مالي تمویل د مخنیوي لپاره د مبارزې په مقصد یې ددې هیواد په دیني مدرسو کې هم د حکومت نفوذ زیات کړی دی.

XS
SM
MD
LG