ولسمشر محمد اشرف غني پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې د کوچني اختر په مناسب اعلان شوي اوربند ته دوام ورکړي.
ښاغلي غني نن چهارشنبه جون درېیمه (غبرګولې ۱۴) په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان جومات د وژل شوي امام مولوي محمد ایاز نیازي له جنازې څخه د لیدنې پرمهال وینا کې له طالبانو څخه غوښتي چې له افراطي حرکتونو څخه ځان بېل کړي تر څو ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي.
ښاغلي غني ویلي: "د کوچني اختر پر مهال اوربند چې د خلکو د خوښۍ سبب شو، دوام ورکړئ، او خپل ځانونه له افراطي حرکتونو څخه جلا کړئ، تر څو ژر تر ژره د سولې مذاکرات پيل شي."
وسله والو طالبانو د تیر کوچني په شپه د اختر په درې ورځو کې په افغانستان کې د اوربند اعلان وکړ.
تر یاد اعلان څو ساعتونه وروسته ولسمشر غني هم افغان سرتیرو ته امر وکړ چې اوربند مراعت کړي او دفاعي حالت غوره کړي.
د افغان حکومت او طالبانو لخوا یاد اوربند په کور دننه او بهر په پراخه کچه وستایل شو او ټولو اړخونو یې د دوام غوښتنه کول.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د رواني غبرګولې میاشتې پر ۹مه نېټه وویل چې د کوچني اختر د لومړیو درې ورځو تر پای ته رسېدو وروسته د وسله والو طالبانو لخوا د ځینو خال ـ خال بریدونو سره سره په هیواد کې اوربند روان دی.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي و چې د راتلونکو پېښو مخنیوي لپاره اوربند همغږۍ او زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د کوچني اختر وروسته په څو محدودو ولایتونو کې د ګوتو په شمیر امنیتي پیښو پرته په عمومي ډول د تاوتریخوالي کچه کمه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ د ملګرو ملتونو په راپور وویل چې طالبانو او القاعده دواړه ډلې لا هم د یو بل سره اړیکي پالي. وايي د القاعده لوړ پوړي مشران لا هم افغانستان کې دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د ولسمشر غني د غوښتنې او ملګرو ملتونو د راپور په اړه څه نه دي ویلي.