ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا متحده ایالاتو د استازو د مجلس له رئیسې نانسي پلوسي سره د سولې د بهیر ترڅنګ پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي.
ارګ نن سې شنبه ډسمبر ۱۵ (لېندۍ ۲۵) ویلي چې ښاغلي غني او مېرمن پلوسي د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې د خبرو پرمهال د امریکا متحده ایالاتو کانګرس یو شمیر غړو او یو شمېر لوړپووړ افغان چارواکو هم حضور درلود.
دواړو لورو په افغانستان کې د اوربند پر ټینګېدو ټینګار کړی او د تاوتریخوالي د کچې پر زیاتوالي هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي: "دواړو لوریو له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د دوامدار تعهد، سولې پروسې او د هغو د راتلونکو پړاوونو، ښځو حقونو او اوربند پر عاجلې اړتیا د بحث او خبرو پر مهال د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه خپلې اندېښنې هم څرګندې کړې."
ولسمشر غني د امریکا د استازو د مجلس له مشرې سره پر دا سې مهال د افغان سولې بهیر او افغانستان سره د امریکا د دوامداره تعهد په اړه خبرې کړي چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښو یوځل بیا زور اخیستی دی.
د تاوتریخوالي په تازه پېښو کې نن سې شنبه د کابل ولایت د والي مرستیال د ماین په چاودنې کې ووژل شو.