امریکایي ډرون جوړونکو په ٢٠١٦ کې د ٢.٨ میلیارد ډالرو په ارزښت ډرون خرڅ کړي او ټاکل شوې چې دغه سوداگري تر ٢٠٢٥ پورې ٩.۴ میلیاردو ډالرو ته لوړه شي.
لوړپوړي امریکایي چارواکي وایي، د جمهور رئیس ټرمپ اداره د "امریکایي تولیدات واخلئ" شعار عملي کیدو ته نژدې شوې چې له مخې یې د امریکا د پوځ ډرون په بهر کې په اسانه خرڅ کړي. امریکا غواړي په دې کار سره د چین او اسرائیل سره سیالي وکړي.
حکومتي او صنعتي منابع وایي، په داسې حال کې چې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ مشاورین هڅه کوي پر خپلو متحدینو باندې د ډرون د خرڅلاو په اړه کورني مقررات اسانه کړي، واشنگټن غواړي د ١٩٨٧ کال د میزائیلو د کنترول تړون په اړه بیا خبرې وکړي چې د بې پیلوټه الوتکو پر خرڅلاو باندې نړیوال محدویتونه لگولي.
د امریکا حکومت، د یوې خوا د امریکایي تولیدونکو تر فشار لاندې دی چې غواړي د ډرون د صادراتو پالیسي بدله شي او له بلې خوا د بشري حقونو د مدافعینو له انتقاد سره مخامخ دی چې وایي د ډرون خرڅلاو به د منځني ختیځ او جنوبي اسیا په څیر په کړکیچنو سیمو کې بې ثباتي نوره هم پراخه کړي.
حکومتي چارواکو د نوم د نه څرگندولو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي، دغه تغیرات د امریکایي وسلو د صادراتو په پروتوکول باندې د بیا غور کولو یوه برخه ده چې په هکله به یې د روان کال تر پایه جمهور رئیس یو فرمان صادر کړي.
ددې کار هدف د امریکایي ډرون جوړونکو سره مرسته کول دي چې د ریموت کنترول الوتکو په جوړولو کې مخکښ دي او تولیدات یې د ترهگرۍ ضد ستراتیژۍ مرکزي برخه ده، تر څو په بهرني بازار کې د چین، اسرائیل او نورو پر وړاندې چې د خرڅلاو محدویتونه پرې کم دي، سیالي وکړای شي.
د "امریکایي تولیدات واخلئ" اجندا
په پام کې دي چې د غیر مسلحو استخباراتي څارونکو او کشفي ډرون الوتکو په خرڅلاو باندې مقررات اسانه شي. دغه ډرون الوتکې په خورا حساسو کمرو او د لایزر په هدف نیونکي سیستم باندې مجهزې دي او د جنگي الوتکو او پوځي بېړیو نه ویشتل شوي میزایل رهبري کولای شي.
لوړپوړي امریکایي چارواکي وایي، دا کار نه یواځې د ښاغلي ټرمپ "امریکایي تولیدات واخلئ" اجندا یوه برخه ده بلکه په بهر کې د امریکا د سوداگرۍ پیاوړي کیدل او د وسلو خرڅلاو او صادرات اسانه کول دي.
یو بل لوړپوړي امریکایي چارواکي د رویترز اژانس ته ویلي د نویو مقرراتو له مخې د لسو نه د زیاتو هیوادونو یو محرم لیست موجود دی چې غواړي له امریکا نه پوځي ډرون واخلي. په دې ډله کې د ناټو غړي چې د واشنگټن نژدې متحدین لکه بریتانیا، استرالیا، کاناډا او نیو زیلاند شامل دي.
بریتانیا او په دې وروستیو کې ایټالیا یواځې هغه هیوادونه دي چې د امریکایي ډرون د اخیستلو اجازه ورکړل شوې. او په تیر جون کې هند د دوه میلیارد ډالرو په بیه د امریکایي ډرون د اخیستلو موافقه ترلاسه کړه چې د اوږدې مودې راهسیې ځنډیدلې وه.
د امریکایي ډرون الوتکو د خرڅلاو پر وړاندې یوه عمده مانع د MTCR یا میزائیلو د کنترول د کړنلارې موافقه ده چې امریکا او ٣۴ نورو هیوادونو په ١٩٨٧ کال کې لاس لیک کړې ده. دې موافقې د میزائیلو په خرڅلاو او اخیستلو باندې مقررات وضع کړي دي.
چین د میزائیلو د کنترول موافقه نه ده لاس لیک کړې او پر هغو هیوادونو باندې یې د ډرون خرڅلاو ته زور ورکړی چې د واشنگټن نژدې متحدین دي لکه عراق، سعودي عربستان او نایجریا.
اسرائیل چې د میزایئلو د کنترول له موافقې بهر دی په ٢٠١٦ کې یې د ٥٢٥ میلیونو ډالرو په بیه ډرون الوتکې خرڅې کړې دي.
امریکایي ډرون جوړونکي او د امریکا په حکومت کې د هغوی ملاتړي وایي نور هیوادونه هڅه کوي چې د ډرون سوداگري پراخه کړي، نو دوی ولې دا کار ونه کړي.