د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یوې مغازې کې په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي


د متحده ایالاتو د انډیانا په ایالت کې پولیس وایي یو وسله وال سړي یکشنبه جولای ۱۷ (چنګاښ۲۶) ناوخته په یوې غټې مغازې کې په خلکو ډزې کړي، لږ تر لږه ۳ تنه یې وژلي او دوه نور یې ټپي کړیدي.

پولیسو ویلي چې په سیمه کې یو ملکي سړي چې وسله ورسره وه، برید کوونکی یې ویشتلی او وژلی دی.

د انډیانا ایالت د ګرین ووډ سیمې د پولیسو مشر جیم آیسن مطبوعاتو ته ویلي چې برید کوونکی مغازې ته د ټوپک سره چې ګڼ شمیر شاجورونه هم ورسر و، ننوت او د مغازې په هغې برخې کې یې په ناستو خلکو ډزې پیل کړلې چې د خوړو لپاره راټول شوي و.

ښاغلي آیسن خبریالانو ته وویل چې په مغازې کې یو ملکي کس چې وسله ورسره وه، په برید کوونکي ډزې وکړلې او ځای پر ځای یې ووژاه. هغه وویل چې په پیښه کې د برید کوونکي په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۲ ټپي شویدي.

پولیسو همدرانګه ویلی چې د مغازې تشناب سره نږدې یې یوه کڅوړه هم پیدا کړې چې معلومه نده څه شی به پکې وي خو داسې ګمان کیږي چې د همدې برید کوونکي به وي.

د ګرین ووډ سیمه د انډیانا ایالت د مرکز انډیاناپولس جنوب خوا ته پرته او څه باندې ۶۰ زره کسان پکې ژوند کوي. چارواکو ویلي چې د پیښې په هکله معلومات به وروسته د مطبوعاتو سره شریک کاندي.

د انډیانا په ایالت کې دا کسان پداسې حال کې وژل کیږي چې جمهور رئیس جو بایډن تیره میاشت د وسلو د کنټرول لایحه لاسلیک او په قانون بدله کړه.

دا په تیرو شاوخوا ۳۰ کالونو کې په متحده ایالاتو کې د وسلو د کنټرول یوه تر ټولو ستره لایحه ده چې منظوریږي.

جمهور رئیس جو بایډن د دې لایحې د لاسلیک پر وخت چې میرمن یې جل بایډن تر څنګ ولاړه وه وویل، "دا یوه تاریخي ورځ ده. که د خدای خوښه وي دا به ډیر ژوندونونه وژغوري".

یوه غیر انتفاهي ټولنه چې په متحده ایالاتو کې د تشدد هغه پیښې څارې او په هکله یې معلومات راټولوي چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی وي، وایي په ۲۰۲۱ کال کې په ټولې امریکا کې ۲۱ زره کسان د تشدد په هغو پیښو کې وژل شوي چې وسله پکې کارل شوې.

همدې ټولنې ویلي چې د ډله ایزو ډزو ۶۹۳ پیښې یې ثبت کړي چې ۷۰۲ کسان پکې مړه شوي. ډله ایزې ډزې معمولاً هغو پیښو ته ویل کیږي چې قربانیان یې لږ تر لږه ۴ یا تر دې ډیر کسان وي.

XS
SM
MD
LG