د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د فاټا د انضمام په اړه د افغانستان اعتراضونه رد کړي


د پاکستان د بهرنو چارو وزارت د افغانستان د حکومت هغه اعتراضونه رد کړیدي چې د فاټا د خیبر پښتونخوا سره د شاملیدو په اړه یې کړیدي.

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني دفتر د شنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې یې پکې د پاکستان د پارلمان په پریکړې اعتراضونه څرگند کړل. د افغانستان حکومت وایي چې د پاکستان پریکړه په ١٩٢١ کال کې د افغانستان او د برتانوي هند د حکومتونو ترمنځ د شوې موافقې نه سرغړونه ده

د ولسمشر د دفتر دغه اعلامیه چې په فیس بک خپره شوه، دا هم وایي د پاکستان پارلمان دا پریکړه پداسې وخت کې کړیده چې په قبایلي سیمو کې پوځ موجود دی.

د پاکستان د بهرنو چارو د زرات ویاند محمد فیصل د دغه عکس العمل ته په ځواب کې په ټویټر ولیکل چې د پاکستان د پارلمان پریکړه د ولس پریکړه ده. هغه ولیکل پکار ده چې افغانستان په دوه اړخیزو اړیکو کې د یو بل په معاملاتو کې مداخله ونکړ‏ي.

له بلې خوا په پاکستان کې د سیاسي چارو ځینې کارپوهان وایي چې د فاټا د خیبر پښتونخوا سره د انضمام په اړه د ولسمشر غني ذاتی فکر کیدی شي خو دوي وایي چې دغه پریکړه به د افغانستان په امنیت هم مثبت اغیز وکړي.

د پېښور پوهنتون پروفیسرې نورین نصیر امریکا غږ پښتو څانگې ته وویل چې د فاټا د انضمام پریکړه د فاټا د اوسدونکو د خوښې سره سمه ده او د تیرو څو کلونو نه یې د ایف سي آر د قوانینو او د اصلاحاتو لپاره مبارزه کوله.

د یادونې وړ ده چې د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزۍ او د جمعیت علما اسلام گوند مشر مولانا فضل الرحمان هغه دوه سیاسي مشران دي چې د فاټا د پښتونخوا سره د یوځاې کیدو د پریکړې سره یې د وخت راهیسې سخت مخالفت کړیدی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG