د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه:له افغان ښځو سره زور زیاتی کم شوی نه دی


د افغغانستان د ښځو چارو وز ارت وايي په دې هیواد کې تر ۸۷ فیصدو پورې ښځې د فزیکي، روحي او جنسي زورزیاتي سره مخ دي.
د افغغانستان د ښځو چارو وز ارت وايي په دې هیواد کې تر ۸۷ فیصدو پورې ښځې د فزیکي، روحي او جنسي زورزیاتي سره مخ دي.

کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کچه کې کوم بدلون نه دی راغلی او روان ۲۰۱۷ عیسوي کال هم د افغان ښځو لپاره د ګواښونو او ستونزو یو ډک کال وو.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د روان عیسوي کال په لومړیو لس میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ۳۷۷۸ د تاوتریخوالي پیښې ثبت کړي دي، چې ۱۳۵۱ یې د فزیکي زورزیاتي، ۱۰۹۳ لفظې شخړې او ۵۸۹ د اقتصادې شخړو پورې اړوند پیښې شاملې دي.

د فزیکي زورزیاتي پیښو کې ۱۲۰ د ناموس د ساتنې لپاره د ښځو وژنې هم شاملې دي.

همداشان د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون د رپوټ له مخې په فزیکي زورزیاتي پیښو کې ۳۸ د جنسي تیري پیښې هم شاملې دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي په خپل بیان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون شمیرنې یادې کړي او د ښځو پر وړ اندې د تاوتریخوالي کچه یې ډیره د اندیښنې وړ بللې ده.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي یوناما مشر تدامیچي یاماموتو هم په یو بیان کې له افغان حکومت څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ِ د بندیدو لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي تدامیچي یاماموتو ویلي: " په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی باید ژر تر ژره ودرول شی، افغانې ښځې باید وکولای شي له خپلې بشپړې وړتیا څخه د پراختیا، سولې او امنیت په برخه کې کار واخلي، د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونه، په تیره بیا د تاوتریخوالي له لارې باید پای ومومي".

د نوامبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ په افغانستان کې د یو شپاړس ورځیني کمپاین په ترڅ لمانځل کیږي. نن په کابل کې په دې مناسبت درې جلا غونډې جوړې شوې وې.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ښځو چارو د وزارت له خوا په یوې جوړې شوې غونډه کې په افغانستان کې په لوړه کچه د ښځو پر وړ اندې په تاوتریخوالي باندې اندیښنه څرګنده کړه.

همدې غونډې ته د افغانستان دښځو چارو وزیرې میرمن دلبر نظري وویل چې په افغانستان کې تر ۸۷ فیصدو پورې ښځې د فزیکي، روحي او جنسي زورزیاتي سره مخ دي.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د زورز یاتي د مخنیوي لپاره افغان حکومت یو قانون هم ترتیب کړی او ولسي جرګې ته یې د تصویب لپاره استولی خو ولسي جرګې د یو شمیر غړو له خوا دا قانون د اسلامي لارښونو پر خلاف بلل شوی، چې د همدې له امله په دغه جرګه کې د یو شمیر وکیلانو د مخالفت له نن د دغې جرګې له اجندا څخه وایستل شو.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون اته کاله وړاندې د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي له خوا د یو تقنیني فرمان له مخې نافذ شو چې بیا هغه وخت ولسي جرګې له خوا رد شو.

XS
SM
MD
LG