د لاس رسي وړ اتصالات

 
اروپايي ټولنې له پاکستان سره خپله سوداګري بشري حقونو پورې مشروط کړې

اروپايي ټولنې له پاکستان سره خپله سوداګري بشري حقونو پورې مشروط کړې


د اټکل له مخې پاکستان په تیر ۲۰۲۴ کال کې اروپايي ټولنې ته د جنرلایزډ سکیم پرېفرېنس پلس د پروګرام له لارې د نږدې اته میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
د اټکل له مخې پاکستان په تیر ۲۰۲۴ کال کې اروپايي ټولنې ته د جنرلایزډ سکیم پرېفرېنس پلس د پروګرام له لارې د نږدې اته میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.

اروپایی ټولنه د اروپا سوداګریزو بازارونو ته د پاکستان صادرات له محصول څخه معاف کړي ترڅو دغه هیواد بشري حقونو مسلو ته چې تر "ډیر فشار لاندې" دي، وده ورکړي.

د اروپايي اتحادیې د بشري حقونو ځانګړي استازي اولاف سکوګ د جمعې په ورځ پاکستان ته له یو اونیز سفر وروسته پدې هکله خبرداری ورکړ، چی پدې هیواد کې مقامات د مدني آزادیو، سیاسي مخالفتونو او د بیان د آزادۍ د مخنیوي لپاره د مخ په زیاتیدونکو تورونو سره مخ دي.

اروپایي ټولنې د ښاغلي سوکوګ د سفر وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، "د جي-ایس-پلس [د بشري حقونو د پراختیا پلان] د سوداګرۍ ګټې د یو لړ موضوعاتو د پرمختیاو سره اړوند دي چې په کې د بشري حقونو د پام وړ اصلاحات اړین دي."

دغه نوي شرایط په داسې حال کې لګول کېږي چې د پاکستان سنا (مشرانو جرګې) د جنورۍ ۲۸ د هېواد د ډیجیټل یا برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون "پیکا" کې د هغه جنجالي اصلاحاتو مسوده منظور کړه چې خبریالان، د بشري حقونو ډلې او د حکومت مخالفې سیاسي ډلې یې ډېر سخت مخالفت کوي.

د ۲۰۲۵ کال د برېښنايي جرمونو د مخنیوي قانون د اصلاحاتو لایحه (پیکا) کې د اې ۲۶ ماده اضافه شوې، چې ترمخې يې انلاین "جعلي خبرونو" خپرونکو ته به تر درې کالونو پورې د بند سزا او تر ۲۰ لکو پاکستاني روپیو جریمه ورکوي.

دویم لوی سوداګریز ملګری

د جنورۍ پر ۳۱ (جمعې ورځ) اروپايي ټولنې په یو بیان کې ویلي چې له پاکستان سره به د بشري حقونو او د کارګرانو حقونو مسله څېړي او د جي اېس پي پلس تر پروګرام لاندې روانۍ سوداګرۍ ارزونه به کېږي چې په وینا یې په ۲۰۱۴ کال د یاد پروګرام له پیلېدو راهیسې پاکستان ته تر ټولو زیاته ګټه رسیدلې ده.

جي اېس پي پلس پروګرام

د پاکستان سوداګرۍ او صنایعو خونې پخوانی مشر انجینر دارو خان اڅکزی وايي، اروپایي ټولنه کمزور اقتصاد لرونکو هېوادونو ته د ګټې رسولو په خاطر خپلو بازارونو ته په کمه مالیه د سامانونو لېږد اسانتیا ورکوي او په بدل کې پر هغو هېوادونو د بشري او جمهوري وضعیت د ښه کولو لپاره ځینې شرایط ږدي او په دې توګه ورته په سوداګرۍ کې لومړیتوب ورکوي او ورسره د جي اېس پي پلس موافقه کوي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې انجینر دارو خان اڅکزي وویل، "د دې موخه دا وي چې یو هېواد پرمختګ وکړي او چې کله داسې وشي نو دا حیثیت ترې بیرته واخیستل شي. پاکستان دا حیثیت ډېر په ګرانه ترلاسه کړی دی او باید حکومت د اروپايي ټولنې غږ واوري."

اروپايي ټولنې ته صادرات

دارو خان اڅکزی زیاتوي، پاکستان اروپايي ټولنې ته رختونه [ټوکر]، کالي، وریژې، مېوې، سابه، له څرمنو جوړ توکي، د سپورټ توکي لکه فوټبال، طبي الات، کرهڼیز توکي او داسې نور صاروي چې د اټکل له مخې په ۲۰۲۴ کال یې عاید نږدې اته میلیارد ډالر وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG