د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنې د پاکستان د پې آی اې پروازونه د ۶ میاشتو لپاره بند کړل


د اروپایي ټولنې د هوایي چلند د مصؤنیت ادارې ویلي چې د پاکستان ملي هوایي چلند ادارې (پي آی اې) الوتکې نشي کولای چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې اکثرو اروپایي هیوادونو ته الوتنې وکړي.

دغې ادارې دغه پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې پاکستان خپل ۱۴۱ پیلوټان له پرواز کولو بند کړل او وویل چې ددغو پیلوټانو اسناد جعلي دي.

د اروپایي ټولنې د هوایي چلند د مصؤنیت د ادارې ددغې پرېکړې سره جوخت عربي متحده اماراتو ددې هیواد په هوایي شرکتونو کې د پاکستاني پیلوټانو او انجینرانو د اسنادو د پلټنې او ارزونې پروسه پیل کړه.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې عربي متحده اماراتو دغه کار د جون په ۲۹ وروسته له هغې پیل کړ چې پاکستان خپل ۲۶۲ پیلوټان د شکمنو اسنادو د لرلو په خاطر له پرواز کولو بند کړل.

د اروپایي ټولنې د هوایي چلند د مصونیت ادارې د پاکستان د ملي هوایي چلند پي آی اې د پروازونو د بندولو په هکله په یو لیک کې د «پاکستاني پیلوټانو د لیسنسونو د اعتبار او دا چې پاکستان نشي کولای د نړیوالو معیارونو پر اساس د خپلو الوتکو او پیلوټانو اسناد تائید کړي» اندیښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان د هوایي چارو وزیر غلام سرور خان تیره اونۍ خبر ورکړ چې د هیواد د ۸۶۰ دپیلوټانو له ډلې څخه د ۲۶۰ تنو اسناد په جعلي توګه ترلاسه شوي دي.

ددې برسیره د عربي متحده اماراتو د هوایي چلند د ادارې رئیس سیف محمد الصوایدي هم د پاکستاني پیلوټانو، د الوتکو د ترمیم کولو انجینرانو او د پرواز د مسولینو د اسنادو د اعتبار د ارزولو غوښتنه کړې چې پدې هیواد کې په کار بوخت دي.

دغه ټولې موندنې د هغو پلټنو په ترڅ کې رابرسیره شوې چې پلټونکو د مۍ د میاشتې په ۲۲ د کراچۍ هوایي ډګر ته نژدې د یوې ایربس ۳۲۰ الوتکې د ټکر او غورځیدلو په هکله څیړنې کولې چې پکې۹۷ کسان مړه شوي و.

XS
SM
MD
LG