د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او روسیې د دفاعي او امنيتي همکاريو پر پراختيا ټينګار کړی


د پاکستان او روسيې لوړپوړو دفاعي چارواکو د دواړو هیوادونو ترمنځ د دفاعي او امنيتي همکاريو پر پراخولو او پياوړې کولو ټينګار کړی دی.

د روسیې د فدراسیون د دفاع وزارت مرستيال جنرال الکساندر وي فومین د اکتوبر پر ۲۹ (لړم ۸) په راولپينډۍ کې د پاکستان پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو دفاعي او امنیتي همکاریو د پراختیا په ګډون د سیمې پر امنيت او دوه اړخيزو چارو خبرې وکړې.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) پر خپله وېبپاڼه په خپاره کړي بيان کې ليکلي چې دواړو خواو "په مختلفو امنيتي او دفاعي څانګو کې د همکارۍ د پياوړتيا لپاره د خپل عزم پخلی وکړ".
د فومین او منیر تر کتنې دمخه، د پاکستان د هوايي ځواک مشر ظهیر احمد بابر سیدو، د جنرال فومين په مشرۍ له لوړ پوړي روسي پلاوي سره د خبرو پر مهال د روزنې د پروګرامونو، ګډو پوځي تمرینونو او صنعتي همکارۍ له لارې د نظامي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې لیکلي: "په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د نظامي او صنعتي همکاريو پر پياوړتيا او د ګډو نظامي تمرينونو تر څنګ د پاکستان د هوايي ځواک د تجهيزاتو د تخنيکي ملاتړ له لارې د موجوده اړيکو د پياوړتيا لپاره د نويو لارو چارو پر لټولو تمرکز وشو."

د روسیې د دفاع وزارت مرستيال د پاکستان د سمندري ځواکونو له مشر نويد اشرف سره هم په اسلام اباد کې د سمندري ځواکونو په مرکزي دفتر کې ملاقات وکړ.

په دې اړه د پاکستان د سمندري ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي: "په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د بحري ځواکونو ترمنځ د دوه اړخیزې روزنې، تګ راتګ او بحري تمرینونو د ترسره کولو په شمول پر بېلا بېلو چارو بحث وشو."

د پاکستان او روسیې پوځونو له تېرو څو کلونو راهيسې د "دروژبا" په نامه د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي چې اووم فصل يې د اکتوبر پر ۱۳ (تلې ۲۲) د پاکستان د پنجاب ايالت د ګجرات ولسوالۍ په پبي سيمه کې د ترهګرۍ ضد ملي مرکز کې پيل شو چې دوې اونۍ يې دوام وکړ. تر دې وړاندې دواړو هیوادونو شپږ نور پوځي تمرينونه کړي چې ځينې یې په پاکستان او ځينې په روسيه کې ترسره شوي وو.

د پاکستان او روسيې د لوړپوړو نظاميانو ترمنځ ليدنې يوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې پاکستان او روسیې د اکتوبر پر ۲۸ (لړم ۷) په اسلام اباد کې د پاکستان د پارلمان په ودانۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د پارلماني همکارۍ د زیاتولو لپاره تفاهم ليک لاسليک کړ.

د پاکستان د مشرانو جرګې (سنا) مشر يوسف رضا ګيلاني او د روسيې د فدرالي پارلمان د فدراسيون شورا مشرې والنتينا ماتويينكو د خپلو اړوندو هېوادونو په استازيتوب دا تفاهم نامه لاسليك کړه.

يوسف رضا ګيلاني وويل چې دغه هوکړه لیک "د پارلماني ډیپلوماسۍ د پراختیا بنسټ" جوړوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د لا پراختیا لپاره "د پارلماني پلاوي پر تبادلې ټینګار کوي".

په پاکستان کې د روسيې سفارت هم ددې تفاهم ليک په اړه په خپور کړي بيان کې ويلي چې دواړو لورو ټینګار وکړ چې "روسیه او پاکستان د دودیزو دوستانه اړیکو، فعالو دوه اړخیزو سیاسي خبرو اترو او قوي بین الپارلماني اړیکو څخه برخمن دي."

د روسيې د فدرالي پارلمان د فدراسيون شورا مشرې والنتينا ماتويينكو په مشرۍ يو لوړپوړۍ روسي پلاوي د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او صدراعظم شهباز شريف سره هم د اکتوبر پر ۲۸ (لړم ۷) وليدل او له هغوی سره يې پر دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو زياتولو خبرې وکړې.

پاکستان پیپلز ګوند پر خپله وېبپاڼه په خپور کړي بيان کې ويلي چې د ولسمشر زرداري او مېرمن ماتويينکو په ملاقات کې د روسيې او پاکستان ترمنځ د تجارت، سوداګرۍ، پانګونې او کرنې په برخو کې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر لا پیاوړې کولو ټينګار وشو.

بیان زیاتوي چې ولسمشر اصف علي زرداري غوښتنه وکړه چې روسيه دې په بريکس سازمان کې د پاکستان د غړیتوب ملاتړ وکړي.

پاکستان او روسیې، چې د سړې جګړې پر مهال د يو بل مخالف وو، په دا وروستیو کلونو کې د سوداګریزو او تجارتي اړیکو له لارې هم خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي. اسلام اباد غواړي چې له روسیې سره د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي.

پاکستان او روسيې د سپټمبر پر ۱۸ (وږي ۲۸) په اسلام اباد کې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د دوه اړخيزه همکاريو يو تفاهم ليک هم لاسليک کړی و.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اېکس پر ټولنيزې شبکې په يو بيان کې ویلي وو چې هغه تفاهم لیک په اسلام اباد کې د روسیې د صدراعظم مرستیال الېکسي اوورچوک او د هغه د پاکستاني سيال اسحق ډار په حضور کې لاسليک شو.

همداشان پاکستان او روسیې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه (تله ۱۰) په مسکو کې د لومړي ځل لپاره د "بارټر" يا "جنس په جنس" سوداګرۍ تړون لاسلیک کړ. د پاکستان د شخصي پانګونې وزیر عبدالعلیم خان ویلي چې پاكستان له روسيې سره خپلو اړيكو ته ډېر ارزښت وركوي او دواړه خواوې په بېلا بېلو برخو كې د ګډو كارونو کولو پراخه امکانات لري. "زموږ ټول اقتصادي سکتورونه د پانګونې لپاره خلاص دي."

بلخوا په روسيه کې د پاكستان سفير محمد خالد جمالي پر دې خبره ډاډ څرګند کړی وو چې د پاكستان او روسيې ترمنځ دوه اړخيزه تجارت د يو میليارد ډالرو حد ته رسېدلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG