د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او روسیې د پارلماني ډیپلوماسۍ د ودې لپاره تفاهم لیک لاسلیک کړ


د پاکستان د مشرانو جرګې (سنا) مشر يوسف رضا ګيلاني او د روسيې د فدرالي پارلمان د فدراسيون شورا مشرې والنتينا ماتويينكو د خپلو هېوادونو په استازيتوب پر دې تفاهم نامه لاسليكونه وکړل.
د پاکستان د مشرانو جرګې (سنا) مشر يوسف رضا ګيلاني او د روسيې د فدرالي پارلمان د فدراسيون شورا مشرې والنتينا ماتويينكو د خپلو هېوادونو په استازيتوب پر دې تفاهم نامه لاسليكونه وکړل.

پاکستان او روسیې د اکتوبر پر ۲۸ (لړم ۷) په اسلام اباد کې د پاکستان د پارلمان په ودانۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د پارلماني همکارۍ د زیاتولو لپاره تفاهم ليک لاسليک کړ.

د پاکستان د مشرانو جرګې (سنا) مشر يوسف رضا ګيلاني او د روسيې د فدرالي پارلمان د فدراسيون شورا مشرې والنتينا ماتويينكو د خپلو هېوادونو په استازيتوب پر دې تفاهم نامه لاسليكونه وکړل.

د پاکستان د مشرانو جرګې د اکتوبر پر ۲۸ د اېکس پر ټولنيزې شبکې کې د دې د تفاهم لیک د لاسلیکولو په مناسبت د یوې جوړې شوې غونډې یوه ویډیو شریکه کړې ده.

پر دې مهال د پاکستان د مشرانو جرګې (سنا) مشر يوسف رضا ګيلاني وويل چې دغه هوکړه لیک "د پارلماني ډیپلوماسۍ د پراختیا بنسټ" جوړوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د لا پراختیا لپاره "د پارلماني پلاوي پر تبادلې ټینګار کوي".

ګیلاني زیاته کړه: " مونږ باوري یو چې ددې لیدنې پایله به په راتلونکو کلونو کې د پاکستان او روسیې فدراسیون تر منځ د لا قوي، ډېر معنی لرونکې بین الپارلماني او د دوه اړخیزې ملګرتیا لپاره لاره هواره کړي."

په پاکستان کې د روسيې سفارت هم د اېکس پر ټولنيزې شبکې د عکسونو او ويډيو په خپرولو سره ليکلي چې دواړو لورو ټینګار وکړ چې "روسیه او پاکستان د دودیزو دوستانه اړیکو، فعالو دوه اړخیزو سیاسي خبرو اترو او قوي بین الاپارلماني اړیکو څخه برخمن دي."

پاکستان او روسیې، چې د سړې جګړې پر مهال د يو بل مخالف وو، په دا وروستیو کلونو کې د سوداګریزو او تجارتي اړیکو له لارې خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي. اسلام اباد غواړي چې له روسیې سره د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې سوداګریزې اړیکې ټینګې کړي.

تر دې وړاندې، پاکستان او روسيې د سپټمبر پر ۱۸ (وږي ۲۸) په اسلام اباد کې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د دوه اړخيزه همکاريو يو تفاهم ليک لاسليک کړی وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اېکس پر ټولنيزې شبکې په يو بيان کې ویلي وو چې هغه تفاهم لیک په اسلام اباد کې د روسیې د صدراعظم مرستیال الېکسي اوورچوک او د هغه د پاکستاني سيال اسحق ډار په حضور کې لاسليک شو.

دغه وزارت زياته کړې وه چې اوورچوک او اسحاق ډار د پلاوو پر کچه په شويو خبرو کې موافقه وکړه چې دواړې خواوې به د سوداګرۍ، صنعت، انرژۍ، ارتباطاتو، ساینس، ټیکنالوژۍ او تعلیم په برخو کې "قوي ډیالوګ او همکاري" تعقیبوي.

تر هغه وروسته پاکستان او روسیې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه (تله ۱۰) په مسکو کې د لومړي ځل لپاره د "بارټر" يا "جنس په جنس" سوداګرۍ تړون لاسلیک کړ.

په روسيه کې د پاکستان سفارت د اېکس پر ټولنيزې شبکې ويلي وو چې د پاکستان او روسيې د سوداګرۍ او پانګونې فورم په څنډه کې د پاکستان او روسيې دوو شرکتونو په لومړي ځل د جنس په جنس سوداګرۍ په اړه يو تفاهم ليک لاسليک کړ.

هغه مهال په مسکو کې د پاكستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په اړه غونډه روانه وه. د پاکستان د شخصي پانګونې وزیر عبدالعلیم خان باور څرګند کړی وو چې دغه فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د نويو دوه اړخيزو اړيكو د پيل نښه ده.

نوموړي زياته کړې وه چې پاكستان له روسيې سره خپلو اړيكو ته ډېر ارزښت وركوي او زياته يې کړه چې دواړه خواوې په بېلا بېلو برخو كې د ګډو كارونو کولو پراخه امکانات لري. "زموږ ټول اقتصادي سکتورونه د پانګونې لپاره خلاص دي."

بلخوا په روسيه کې د پاكستان سفير محمد خالد جمالي پر دې خبره ډاډ څرګند کړ چې د پاكستان او روسيې ترمنځ دوه اړخيزه تجارت د يو میليارد ډالرو حد ته رسېدلی دی.

پر دې سربېره د پاکستان او روسیې پوځونو له تېرو څو کلونو راهيسې د "دروژبا" په نامه د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي چې اووم فصل يې د اکتوبر پر ۱۳ (تلې ۲۲) د پنجاب ايالت د ګجرات ولسوالۍ په پبي سيمه کې د ترهګرۍ ضد ملي مرکز کې پيل شو چې دوې اونۍ يې دوام وکړ. تر دې وړاندې په شپږو نورو پوځي تمرينونو کې يې ځينې په پاکستان او ځينې په روسيه کې شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر بيان خپور کړی وو چې د دې پوځي تمرينونو هدف د ګډې روزنې له لارې مسلکي مهارتونو ته وده ورکول او د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ اړيکو ته ګټه رسول دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG