د لاس رسي وړ اتصالات

فلیپین کې ځمکې ښوېدو او سیلابونو کې د مړو شمیر ۱۴۸ ته ورسید


په فلیپین کې د میګي په نامه د توپان له کبله چې سخت باد او باران ورسره و، په څو ځایونو کې ځمکه ښویدلې، سیلابونه راغلي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

چارواکي وايي چې د لویدلیو ودانیو او کوټو او خټو لاندې د نورو مړو په اېستلو سره د تلفاتو شمېر پورته ختلی. رسمي شمېري ښيي‌ چې تر دې دمه هلته په دغو پېښو کې ۱۴۸ تنه مړه شوي‌ او ګڼ نور ژوبل شوي دي.

په لومړیو راپورونو کې ویل شوي‌وو چې ۱۳۳ تنه یې مړه شوي. لسګونه نور انسانان ورک دي‌ داسې اندېښنې شته چې شاید مړه شوي‌ وي.

مسؤلین وایي چې ګڼ کلي په کلي توګه د خټو لاندې شوي او ښایي د مړیو شمیر تر دې هم لوړ شي.

د میګي توپان تر ټولو ډیره د لیټي ولایت ځپلی چې د فلیپین په مرکز کې پروت دی. پدې سیمه کې ډیری خلک په کب نیولو او کرنې اخته دي.

د ژغورنې او عاجلو مرستو عمله لا هم په ځپل شویو سیمو کې د ژوندي پاتې شویو او مړیو پسې ګرځي. د ځمکې ښویدنې له کبله په ګڼ شمیر سیمو کې سړکونه ړنګ شوي او ژغورونکي مجبور دي چې د وړو کښتیو په واسطه ځانونه هغوي ته ورسوي چې مرستو ته اړتیا لري.

د پیلار ښار مسؤلینو د فرانس پریس خبري اژآنس ته ویلي چې یوازې په همدې ښار کې د ۲۸ کسانو مړي پیدا کړي او څه باندې ۱۰۰ تنه لا هم بې درکه دي.

ځیني انځورونه او ویډیوګانې چې د هوا څخه اخیستل شوي پکې ښودل کیږي چې د غره څخه د خټو یوه ډیرۍ سیند ته لویږي او هر څه یې چې په مخ راځي د ځان سره یې په اوبو کې لاهو کوي.

د پیلار په سیمه کې لا هم د ځمکې وضعیت ثابت ندی او هر وخت یې د ښوېدو امکان شته. مسؤلین وایي چې له یوې خوا خرابې هوا او له بلې خوا په سیمه کې د خټیو ډیریو د ژغورنې او مرستو کارونه سخت کړي.

د ځینو کسانو مړي سمندر ته هم اوبو وړي دي او مسؤلینو نن پنجشنبه اپریل ۱۴ (وري۲۵) د سمندر په غاړو کې د ځینو کسانو مړي پیدا کړي.

هغوي چې د ځمکې ښوېدنې په پیښه کې وژل شوي اکثریت هغه کسان و چې د غره سر ته پدې خاطر ختلي و چې د سیلابونو څخه ځانونه بچ کړي خو کله چې غر راوښیود، دا کسان یې هم ووژل.

XS
SM
MD
LG