د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام: استرالیا پاکستان ته د ۳۶۸ منډو هدف وټاکله


په هند کې د کرکټ نړیوال جام کې د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) استرالیا د ډیویډ وارنر او میچل مارش د سلیزو په مټ پاکستان ته د ۳۶۸منډو هدف وټاکله.

ددغه پنځوس اوریزې لوبې پچه پاکستان وګټله او د لومړۍ توپ اچونې پرېکړه یې وکړه. د پاکستان توپ اچوونکي و نه توانېدل چې په لومړیو ۳۳ اورونو کې کې د استرالیا کوم لوبغاړی وسوځوي.

خو میچل مارش په ۳۴م اوور کې د ۱۲۱ منډو کولو وروسته د شاهین افریدي په توپ کیچ شو. افریدي په همدې اوور کې د استرالیا ال راونډر ګلین مکسویل هم په صفر وسوځاوه. افریدي په دغه لوبه کې د استرالیا پنځه لوبغاړي وسوځول.

د پاکستان توپ اچوونکي حارث روف هم درې ویکټې واخیستې.

په دغه لوبه کې د استرالیا توپ وهونکي ډیویډ وارنر په ۱۲۴ توپونو ۱۶۳ منډې وکړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG