د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان انګلنډ ته له حیرانوونکې ماتې وروسته په نیوزلنډ باندې په اسانه لوبه وبایلله


افغانستان د کرکټ د ۲۰۲۳ کال په روان نړیوال جام کې خپله درېیمه لوبه په نیوزلنډ باندې د ۱۴۹ منډو په توپیر سره وبایلله.

د چهارشنبې د ورځې اکتوبر ۱۸ (تله ۲۶) په لوبې کې، چې د هند په چینای کې وه، افغانستان پچه وګټله او په حیرانوونکي ډول یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان د توپ اچوونې په مهال افغان لوبغاړو د نیوزلنډ د لوبغاړو پنځه کیچونه وغورځول او همدلته معلومه شوه چې افغانستان ښه پرېکړه نه ده کړې.

نیوزلنډ د افغانستان د همدغو تېروتنو څخه په ګټې اخیستو په ۵۰ اورونو کې د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه. افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۵ اورونو کې ۱۳۹ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې منډې رحمت شاه وکړې، چې په ۶۲ توپونو ۳۶ وې. عظمت عمرزي ۲۷ وکړې او اکرام علي خېل ۱۹ منډې وکړې او تر پایه هم اوټ نشو.

په افغان توپ اچوونکو کې نوین الحق او عظمت عمرزي د نیوزلنډ دوه-دوه لوبغاړي وسوځول. مجیب او راشد یو-یو لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی د نیوزلنډ ګلین فلیپس شو چې ۷۱ منډې یې کړې وې. ده درې اورونه هم وکړل.

دا په روان نړیوال جام کې د نیوزلنډ څلورم بری و او په دې بري سره د لسو لوبډلو په جدول کې اول مقام ته پورته شو. افغانستان درې لوبې بایللې دي او دا مهال په پنځم مقام کې دی.

د افغانستان بله لوبه د دوشنبې په ورځ په همدې میدان کې له پاکستان سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG