د لاس رسي وړ اتصالات

شهیدي : رحمان الله ګربز د لوبې ګټونکی دی


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي سه شنبه اکټوبر ۱۷ (تلې ۲۶) ځوان لوبغاړی رحمان الله ګربز وستایه او هغه یې د روان نړیوال جام په سیالیو کې د "لوبې ګټونکی" وباله.

افغانستان چې پدې سیالیو کې پخپلې درییمې لوبې کې د تیر نړیوال جام اتلې لوبډلې انګلنډ ته یې ماتې ورکړه، رحمان الله ګربز پکې په ۵۷ توپونو ۸۰ منډې کړې وې چې ۸ څلوریزې او ۴ شپږیزې یې هم وهلې وې.

د لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي د چارشنبې په ورځ د نیوزلینډ لوبډلې سره د لوبې څخه وړاندې وویل چې ګربز په هر وخت کې د لوبې بدلولو وړتیا لري.

شهیدي زیاته کړه، " پوهیږئ، هر کله چې زه د هغه (رحمان الله ګربز) سره غږیږم، ورته وایم چې ته د لوبې ګټونکی یې. هغه په لوبو کې ډیر اغیز لري".

افغان لوبډلمشر همدرانګه وویل هر کله چې رحمان الله ګربز ښه لوبه وکړي، د ټولې لوبډلې کارکردګي ورسره ښه وي.

شهیدي د انګلنډ په خلاف د لوبې ګتل مهم وبلل او زیاته یې کړه چې د روان سیالیو د پیل څخه ګمان کاوه چې غټو لوبډلو ته به ماتې ورکوي.

افغانستان په رانو سیالیو کې خپله څلورمه لوبه د نیوزلینډ لوبډلې سره کوي. دې لوبډلې خپلې درې واړه لومړنۍ لوبې ګټلي دي خو افغانستان بیا تر دې دمه دوه لوبې بایللي او یوه یې ګټلې ده.

د نیوزلینډ – افغانستان لوبه د چنای په لوبغالي کې کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG