د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام: هند پاکستان ته ماتې ورکړه


د کرکټ په نړیوال جام کې هند د پاکستان د ۱۹۲ منډو نسبتا کم هدف په ۳۱ اورونو کې پوره کړ.
د کرکټ په نړیوال جام کې هند د پاکستان د ۱۹۲ منډو نسبتا کم هدف په ۳۱ اورونو کې پوره کړ.

د کرکټ په نړیوال جام کې د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۲مه) هند، پاکستان ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

هند د دغې ۵۰ اوریزې لوبې، چې د هند د ګجرات ایالت په نریندرا مودي لوبغالي کې تر سره شوه، د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ اچولو پرېکړه وکړه.

پاکستان د خپل لوبډلمشر بابر اعظم د نیمه سلیزې په مټ ، هند ته د ۱۹۲ منډو هدف وټاکه. هند د خپلو دریو لوبغاړو په سوځیدو سره، په ۳۱ اورونو کې دغه هدف پوره کړ.

د پاکستان محمد رضوان ۴۹ منډې او امام الحق ۳۶ منډې وکړې او پاتې لوبغاړي یې له ۲۰ څخه د زیاتو منډو په کولو ونه توانېدل.

د هند توپ اچونکی جسپریت بومرا په اوو اورونو کې یوازې ۱۹ منډې ورکړې او د پاکستان دوه لوبغاړي یې وسوځول. نوموړی ددغې لوبې تر ټولو غوره لوبغاړی شو.

د هند لوبډلمشر روهیت شرما د خپل ټیم دپاره تر ټولو زیاتې منډې وکړې. نوموړي په ۶۳ توپونو باندې د ۸۶ منډو کولو وروسته د شاهین افریدي په توپ وسوځېد.

د پاکستان لپاره شاهین افریدي دوه ویکټې او حسن علي یوه ویکټه واخیستله. د هند لپاره محمد سراج، کولدیپ یادو، جدیجا او هاردیک پانډیا هم هر یوه دوې دوې ویکټې ترلاسه کړې.

په نړیوالو جامونو کې د هند او پاکستان تر منځ وروستۍ اته لوبې ټولې د هند په ګټه پای ته رسېدلي دي.

په روان جام کې افغانستان تر اوسه دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللي دي. د افغانستان دریمه لوبه سبا د یکشنبې په ورځ له انګلنډ سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG