د لاس رسي وړ اتصالات

هند د کرکټ په نړیوال جام کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه


د هند نامتو لوبغاړي ویرات کوهلي په دغه لوبه کې ۱۰۳ منډې وکړې، تر پایه ونه سوځېد او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د هند نامتو لوبغاړي ویرات کوهلي په دغه لوبه کې ۱۰۳ منډې وکړې، تر پایه ونه سوځېد او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د کرکټ په نړیوال جام کې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) کوربه هند بنګله دېش ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

بنګله دېش د دغې ۵۰ اوریزې لوبې د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهلو پرېکړه وکړو.

بنګله دېش د اتو لوبغاړو په سوځېدو مخالف لوري ته د ۲۵۷ منډو هدف وټاکه. د هند ټیم وتوانېد چې په ۴۲ اورونو کې د یوازې دریو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړي.

د هند نامتو لوبغاړي ویرات کوهلي په دغه لوبه کې ۱۰۳ منډې وکړې، تر پایه ونه سوځېد او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

کوهلي په دغه لوبه کې د شپږ کلونو وروسته په لومړي ځل توپ اچونه هم وکړه. هغه د کارډیک پانډیا له زخمي کېدو وروسته د هغه نیم پاتې اوور بشپړ کړ او په درې توپونو کې یې بنګله دیش وتوانېد چې یوازې دوه منډې وکړي.

د هند شوبمن ګېل ۵۳ او کپتان روهیت شرما ۴۸ منډې وکړې. د هند د توپ اچونې په برخه کې راویندرا جدیجا، جسپریت بومرا او محمد سراج دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

د بنګله دېش دپاره لینتن داس تر ټولو زیاتې منډې وکړې. هغه په ۸۲ توپونو د ۶۶ منډو کولو وروسته وسوځېد. د بنګله دېش تنزید حسن ۵۱ او محمدالله ۴۶ منډې وکړې.

د بنګله دېش توپ اچوونکي مهدي حسن په لسو اوورونو کې ۴۷ منډې وکړې او د هند دوه لوبغاړي یې وسوځول.

په نړیوال جام کې سبا پاکستان او استرالیا لوبه کوي. په دغه جام کې د افغانستان راتلونکې لوبه د دوشنبې په ورځ له پاکستان سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG