د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: کوویډ۱۹ اوس هم هره اوونۍ ۱۷۰۰ کسان مړه کوي


د روغتیا نړیوال سازمان وايي د کرونا له کبله تر دې دمه شاوخوا اووه میلیون خلک مړه شوي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي د کرونا له کبله تر دې دمه شاوخوا اووه میلیون خلک مړه شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کووید۱۹ ناروغي لا هم هره اوونۍ په نړۍ کې ۱۷۰۰ کسان مړه کوي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۱ (چنګاښ۲۱) په صحي لحاظ له اسیب پذیره خلکو څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس ضد واکسینونه وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګیبریوس اندېښنه وښوده چې د کرونا ضد واکسین تطبیق کم شوی دی.

هغه وویل چې د کرونا له کبله د خلکو د مړینې سره سره «معلومات ښکاره کوي چې د کرونا ویروس د واکسین تطبیق په روغتیايي کارکوونکو او تر ۶۰ کالونو زیات عمر لرونکو خلکو کې کم شوی» دی.

نوموړي وویل چې دا دواړه ډلې کسان تر نورو زیات د دغه ویروس له خطر سره مخامخ دي‌ او په خبره یې باید هر کال یو ځل د کرونا ضد واکسین وکړي.

تر دې دمه د کرونا ویروس له کبله د روغتیا نړیوال سازمان ته د اووه میلیون خلکو د مړینې راپورونه ورکړل شوي‌ دي، خو ګمان کېږي چې د مړینې شمېر تر دې زیات وي.

تدروس د ۲۰۲۳ کال د مۍ په میاشت کې د کرونا ویروس له کبله اعلان شوي نړیوال اضطراري حالت ختم اعلان کړ.

دغه ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې په چین کې ثبت او بیا نورې نړۍ ته خپور شو.

د روغتیا نړیوال سازمان له حکومتونو څخه غوښتي دي چې په دغه ویروس باندې نظر وساتي او خلکو ته واکسین، درملنه او روغتیايي خدمتونه برابر کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG